افغانستان

امریکايي رسنۍ: اتلس کاله کې هم د جګړې د ګټلو دعوه نه شي کېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د «کرېسچین ساینس منیټور» په نوم امریکايي مجله لیکي، په افغانستان کې د جګړې نږدې دوه لسیزې پوره کېږي خو په ټول حکومت داسې څوک نه پيدا کېږي چې د جګړې د ګټلو دعوه وکړي.

دې مجلې د «له سوريې او افغانستانه د وتلو ستونزه» تر سرلیک لاندې خپاره کړي‎ مطلب کې لیکلي، په دې دواړو هېوادونو کې پاتې کېدل «تېروتنه» ده.

د سرچینې په وینا دا چې تر اوسه د ناکامۍ تر څنګ لا هم په دې هېوادونو کې عسکر ساتل شوي او جګړه ژبغړانده ساتل شوې ده، علت يې دا دی چې د امریکا د بهرنۍ تګلارې او دفاعي ادارو تر منځ یوه همغږې شته.

دا په داسې حال کې دی چې څو میاشتې وړانډې د جګړې د ختمولو په پلمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استاز وګماره، چې ماموریت يې پای ته په نږدې کېدو دی، خو لا يې هم لاس تش ښکاري.

تېره ورځ طالبانو پر امریکا غږ وکړ، چې له اصلي اجنډا دې سر نه غړوي او د سولې له نومه په ګټه دې له سولې نه تښتي، کنه دوی به خبرې وځنډوي.

ځينې سرچينې وايي، امريکا د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي په لاس پر طالبانو فشارونه زياتول غواړي، چې طالبان د امریکا غوښتنې ومني، خو طالبانو په تېرو څو ورځو کې په غبرګو اعلامیو کې دا فشارونه بې ځایه بللي او له امریکا يې د رښتینولۍ غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx