ارشیف؛ ماسکو غونډه کې طالب سياسي استازي

ایا لویدیځوالو او ګاونډیانو تراوسه طالبان سم نه وپېژندل!

م. نعمت الله – سابق

د نژدې دوه لسیزو یا ۱۸ کلنو راهیسي په افغانستان کښي طالبان د لویدیځوالو سره په بې سارې اوږده جګړه کښي ښکېل دي، په دې جګړه کښي نه دا چي طالبانو بلکه لویدیځوالو هم پریمانه قربانۍ ورکړې، په زرګونو پوځیان یې دلته ووژل سول او په زرګونو نور یې مات او ګوډ په لویدیځو هیوادونو کښي اوس خپلي غمجني شپي او ورځي سبا کوي.

د لویدیځو هیوادونو څخه یوازي د امریکا په متحده ایالاتو کښي هر کال ۲۲ زره کسان ځان وژني کوي چي ډیره برخه یې د افغانستان او عراق څخه راګرځیدلي په رواني ناروغیو اخته پوځیان جوړوي، همدارنګه دغه پوځیان په بېلابیلو نشیې موادو روږدیږي چي له امله یې د پوځیانو په ګډون په ۲۰۱۷ م کال کښي یوازي په متحده ایالاتو کي ۷۲ زره کسان د نشیې موادو د زیات استعمال له امله وژل سوي دي، د ۲۰۱۸م کال راپور تراوسه نه دئ نشر سوی.

د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر د ۷مي نېټې څخه کله چي د امریکا په مشرۍ لویدیځوالو پر افغانستان یرغل پیل کړ، د همغه ورځي څخه د طالبانو د قربانۍ لړۍ پيل سوه، تر ۱۰ زره زیات طالبان یوازي د جنرال دوستم لخوا په ډله ییزه توګه ووژل سول، د لوی درستیز ملافاضل اخند او ملانورالله نوري په ګډون ډېر مشران یې کندهار، باګرام او ګوانتانامو زندانونو ته ولیږل سول او یو داسي حالت رامنځته سو چي طالب او د طالب په څېر خلک نور په افغانستان کښي د ژوند کولو حق نه لري.

کرار کرار طالبان دې ته مجبوره سول چي د هیواد څخه دباندي په نورو هیوادونو کښي پټ ژوند غوره کړي خو په کومو هیوادونو کي چي طالبانو پټ ژوند پیل کړ هلته هم د هغه هیوادونو استخباراتو د سې آی اې په مرسته ددغه طالبانو لټون پیل او هغوی یې تر ګوانتانامو وروسول؛ لکه ملاعبدالسلام ضعیف او نور طالب قومندانان چي پاکستان ونیول او ګوانتانامو ته یې ولېږل.

طالبان یوځل بیا مجبوره سول چي د غربي یرغل په وړاندي د ولس په ملاتړ پاڅون پیل کړي ځکه چي ولس هم د یوې داسي ډیموکراسۍ څخه تر پوزي راغلی و چي هلته یې نه افغاني فرهنګ، نه افغاني کلتور او نه هم اسلامي تهذیب ته پاملرنه کیدل بلکه لویدیځوالو غوښتل په ډېر تلوار سره افغانستان د یو غربي هیواد په څېر د غربي تمدن څخه برخمن کړي او دلته ټول افغاني عنعنات تر پښو لاندي کړي.

د طالبانو پاڅون چي د ملامحمدعمر مجاهد په مشرۍ کښي ملاعبیدالله اخند او ملابرادراخند منظم او پر پښو ودروی، پاکستان لومړۍ د طالبانو همدغه دوه مشران هدف وګرځول؛ ملاعبیدالله اخند یې په زندان کي په شهادت ورسوی او ملابرادر اخند یې تر لسو کلنو پوري په زندان کښي وساتی، ددوی په څېر یې نور ډیر طالب قومندانان په زندانونو کښي واچول ترڅو د طالبانو نظم او دسپلین ګډوډ کړي خو بریالي نه سول ځکه چي ملااختر محمد منصور په ډيره ځیرکۍ او هوښیارۍ سره د طالبانو صفونه د ګډوډۍ څخه وساتل او یو متحد د طالبانو «اسلامي امارت» یې د پخوا په شان محفوظ وساتی.

بل پلو امریکایانو او ورسره داخلي او بهرني ملګرو د افغانستان په دننه کي پر طالبانو هر نوعه فشارونه وارد کړل آن تردې چي د بارک اوباما په دوره کښي متحده ایالاتو د خپلو پوځیانو شمېر تر یو لک زیات کړ، د هیواد په لر او بر کښي یې د طالبانو په وړاندي بې بېلګي هوايي او ځمکني بریدونه ترسره کړل خو بیایې هم طالبان سرکښته کولو ته مجبوره نه کړل او هغوی په ډیره مېړانه ورسره وجنګېدل تردې چي د امریکا او متحدینو زوال او د طالبانو د بریا ورځي پيل سوې.

امریکا او متحدین یې دې ته مجبوره سول چي د جګړې پر ځای د سولي خبري پیل کړې ځکه چي دغه جګړه اوس د ګټلو امکان نه لري، طالبان ورځ تر بلي د ډیرو بمباریو او فشارونو سره یوځای مخ په وړاندي روان دي او نوي سیمي لاندي کوي، امریکایانو د هغه طالب قومندانانو سره مخامخ خبري پیل کړې چي ۱۴ کاله یې په ګوانتانامو زندان کښي د تروریستانو په نوم زنداني کړي وه، طالبانو هم د جګړې پرځای د سولي او تفاهم له لاري د افغانستان د لانجې د پای ته رسولو لپاره هوډ څرګند کړ.

په دې وروستیو اونیو کښي د امریکا له لوري د سولي خبرو د سبوتاژ کولو هڅي رواني دي ځکه دوی غواړي هغه طالبان چي د جنګ له لاري یې مات نه کړل په خبرو کښي خطاباسي، دوی ددې پرځای چي د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو پر سر خبري وکړي اوس اجنډا ته نوي موضوعات ورګډوي، ددې ترڅنګ یې یوځل بیا داسي هڅي پيل کړي چي د نورو هیوادونو په فشارونو سره طالبان د خپلو غوښتنو منلو ته مجبوره کړي؛ په کوم امتحان کښي چي طالبان لا له وړاندي بریالي سوي دي.

امریکایان او متحدین یې باید د طالبانو ۱۸ کلن مقاومت مطالعه کړي، د مشرانو او کشرانو په وژلو، بندیانولو او نورو فشارونو سره دوی نسي کولی په طالبانو خپلي غوښتني ومني ځکه چي په ماضي کښي پر طالبانو تراوسنیو سخت فشارونه وارد سوي دي خو بیا یې هم سر نه دئ کښته کړی نو اوس به دغه معمولي فشارونو ته څنګه سرونه کښته کړي!؟

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

لويديځوال خوهسی هم زمونږ څخه ليری دی او خپله ابدی دښمنی پالی ، د سيمی د دولتونو ولی آزاد افغاستان پرافغانانو نه پيرزو کيږی ، دوی که پدی پوه شی چی د طالبانو په راتګ سره به دوی او د دوی سرحدونه نورهم خوندی شی ، تجارتی لاری به يی خلاصه شی ، پخپل څنګ کی به کلک ملګری ولری، …همداسی ډيری نوری ښيګنی شته ، که دا احمقان په پوه شی . زما په اند په دا ټولو دوی پوهيږی ، يا دا دی چی دوی خپلواک ندی او يا دا دی چی د دوی اسلامی نظام نه خوښیږی… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

قسمى كه به انگليسى ميگن ورى گود 👍🏽