کینیا کې پر هوټل برید ۱۵ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د رسنیو د راپورونو له مخې کینیا کې پر یو هوټل برید کې د یو امریکايي او یو برتانوي په ګډون ۱۵ تنه وژلي دي.

دا برید چې مسؤلیت يې په سومالیا کې جهادي ډلې الشباب پر غاړه اچول شوی، تر اوسه يې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه دي تر لاسه شوي.

اټکلي ویل کېږي، چې ټول ۱۵ تنه وژل شوي، چې پکې د امریکايي د وژل کېدو پخلی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم کړی دی.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر فرید ماتیانجي ویلي، چې حالات يې تر کنټرو لاندې دي، خو ځايي سرچینې وايي چې تر برید شاوخوا ۱۱ ساعته وروسته يې هم سیمه کې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د