تازه راپور: د جاپان په زلزله کې 25000 کسه وژل شوي او ورک دي
نن ټکی اسیا: د جاپان د زلزلې په اړه یو تازه راپور چې د جاپان د پولیسو له خوا خپور شوی، ویلي چې د زلزلې او سونامي له وجي تر اوسه 25000 زره کسان یا ورک او یا وژل شوي دي.
دغه راپور ویلی چې 9487 له شکه وتلي مړي دي، او 15617 ورک دي، چې د ټولو شمېره 25104 جوړيږي.
دغه زلزله چې د رواني میلادي کال په 11 مارچ شوې وه او وروسته د غټ سونامي لامل هم ګرځېدلې وه، ددغي مرګونو سربېره یې 2755 کسه ټپیان کړي او د جاپان اقتصاد ته یې یو ستر زیان اړولی دی.
جاپان چې د مځکي په سر د زلزلو په سیمه کې یو پروت هیواد دی، په کال 1923 کې یوې ورته زلزلې 142 زره کسه وژلي وه.
او دا زلزله د هغې وروسته تر ټولو سخته او ورانونکې زلزله وه.