طالبانو ولې د خبرو ځنډولو ګواښ وکړ؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

پرون ورځ طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې له امریکایانو سره د مذاکراتي بهیر د ځنډولو ګواښ وکړ.

په هغې اعلامیې کې چې په دې اړه د طالبانو رسمي ویب پاڼې څخه نشر شوي راغلي:

(( دا مسئله د چا په فشار او تاکتيکي برخوردونو نه حل کېږي او نه هم دا د منلو وړ دي چې څوک د افغانستان مسئله د خپلو اړيکو د پر مخ بيولو او خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره وکاروي.))

همدا راز طالبانو د یادې اعلامیې په یوه بله برخه کې څرګنده کړې چې :

(( که امريکايان غواړي په ښه نيت مذاکراتو ته حاضر او مشروع غوښتنې یې ومني، نو په داسې تعامل سره مسئله حل کېدای شي؛ خو که د دوى مشروع غوښتنو له منلو تېښته کوي او په يوه او بله پلمه د سولې تر نامه لاندې خپل استعماري او نظامي اهداف له سياسي لارو تعقيبوي يا د نورو هېوادونو د تطميع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنی لري چې د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل کې لېوالتيا نه لري.))

د ابوظبۍ تر غونډې وروسته د طرفینو لخوا څخه داسې ښکاره کیده چې ترمنځ یې خبرې مثبت لور ته روانې او په راتلونکو غونډو کې به نور هم ورکې پرمختګ وشي.

خو د اچې له یوې خوا امریکايي لوري له بیلا بیلو لوریو څخه په طالبانو باندې د فشار راوستلو او پر هغوی د خپلو غوښتنو منلو هڅه درلوده او د هغه ترڅنګ یې په دوحه کې له طالبانو سره پلان کړې غونډه له هیڅ موجه پرته تحریم کړه ، نو طالبان هم د مذاکراتي تعامل له مخې بالمثل اقدام ته مجبور شول.

امریکایان په دې خبره باید ځان پوه کړي چې په طالبانو باندې د دوئ د زورکارونې تعامل له ماتې سره مخ شوی او دوئ اوس په سیاسي برخه کې هم له هغو طالبانو سره سر او کار دی چې په پوځي برخه کې یې ټول فشارونه ورځواب کړي او ناکاره کړي دي ، نو باید نور د فشار په ځای د لانجې د هواري په اړه له استدلال او منطق څخه کار واخلي.

ځکه په مذاکراتي بهیر کې فشار کارول او یواځې په خپله خوښه مسله حل کول ، د هواري په ځای نوره هم
هغه ستونزمنه کوي او د طرفینو ترمنځ د باور پولي تخریبوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

ګل مرجان یی نه منی. زه هم دا خبری نه منم. شاید تر یو ځایه خبره مو درسته وی، خو سل په سلو کی درسته نه ښکاری. آیا طالبان نشی کولای چی بیغیر له حکومته له نورو افغانانو سره خبری وکړی. که چیری ورته ټول ملت کافر ښکاری، بیا دی د ملا رسول له ډلی سره خبری وکړی هغوی هم طالبان دي.

Karwan
میلمه
Karwan

لونک خانه ستا نظر خو له ګل مرجانه هم ور اخودي، نو خپلو دالري بابولالوته دي نور هم زور ورکړه. کاروان

حماد
میلمه
حماد

که د میلینونو افغانانو او لسګونه زره سوریایې مسلمانانو له قاتل روس او اشغالګر امریکا سره خبرې جواز لرې نو له افغان حکومت سره ولې نه؟
د اسلامې امارت دغه دریځ نه معقول دی نه شرعي چې خبرې له امریکا سره کوم او جنګ له افغان ورور سره

Karwan
میلمه
Karwan

حماد صاحب، که چيري دي حکومت خپل واک لري او افغانان ئي د امريکايانو په کمک په شپني عملياتو کي نه وژلي(ددي فاسد حکومت ناروا کړني له کوم ځاي څخه درته سروع کړم!)، نو بيا په هغه صورت کي مو ګيله پر ځاي وه، چه طالبان ولي له دولت سره خبري نه کوي، اماموږ وينو چه هر ځه د امريکايانو په لاس کي دي اودحکومت مامورين جه تشناب ته هم ځي نو بايد چه دامريکا له سفارته اجازه واخلي!. نو زه فکر کوم چه ضرور ده چه اول مشکل د امريکايانو سره حل شي او بيا دخپلو افغانانو سره. ښي… نور لوستل »