
بيګ باش ليګ: محمد نبي د خپلې لوبډلې په ګټه څلور ويکټې واخيستې/ ويډيو
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۷): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي په بيګ باش ليګ کې د څلور ويکټو اخيستلو ترڅنګ په پای کې په زړه پورې شپږيزه ووهله او بريا يې خپله کړه.
د استراليا په بيګ باش ليګ کې محمد نبي د خپلې لوبډلې په ګټه په زړه پورې څلور ويکټې ترلاسه کړې، نوموړي د خپل بيګ باش کيريئر تر ټولو غوره توپوهنه وکړه او په ۴ اورونو کې يې د ۲۵ منډو په بدل کې ۴ ويکټې وغورځولې.
Four wickets and a big, big six. @MohammadNabi007 was massive tonight. Did you have the @dream11 #BBL08 Fantasy MVP in your team? Play daily, with awesome prizes up for grabs HERE! https://t.co/ac2cyecBQq pic.twitter.com/3ltndL7fxE
— KFC Big Bash League (@BBL) January 16, 2019
محمد نبي هغه مهال توپوهنې ته راغی چې لوبډلې ته يې د ۶ منډو اړتيا وه، نوموړي په لومړي توپ ستره شپږيزه ووهله او د ۴۲ توپونو په لرلو يې بريا خپله کړه، خو بدبختانه نبي د لوبې غوره لوبغاړی ونه ټاکل شو.
One ball.
One six to win the match.@MohammadNabi007, never in doubt! #BBL08 pic.twitter.com/Q0HmD5CWZw— KFC Big Bash League (@BBL) January 16, 2019
په ياده لوبه کې لومړی توپوهنه د سيډني سيکسرز لوبډلې وکړه او .. منډې يې جوړې کړې، په ځواب کې ميلبورن لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۳ اورونو کې پوره کړ.
په دې سره د محمد نبي لوبډله ميلبورن رينګيډز په جدول کې په دويم نمبر شوه، د راشد خان لوبډله اډليډ سټرايکرز په څلورم او د مجيب الرحمن لوبډله بريسبين هيټ په اووم نمبر ده، په لومړي نمبر د هوبارټ هورايکنز لوبډله ځای لري.