سوريه کې چاودنې اوو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سوريې منبج ښار کې د امريکايي پوځيانو پر کتار چاودنه شوې، چې له امله يې د څلورو امريکايانو په ګډون شپاړس کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې په دغه چاودنه کې څلور امريکايي پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د پېښې نور قربانيان ولسي وګړي دي.

د داعش اعماق خبري اژانس د يادې پېښې مسؤوليت منلی دی.

اعماق خبري اژانس د داعش مسؤولينو له قوله ليکلي، چې يوه سرتيري بریدګر د امريکايي پوځيانو پر کتار ځان پورې تړلو چادودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

پر امريکايي پوځيانو دا بريد په داسې حال کې شوی، چې د  امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سوريې د دوو زرو امريکايي پوځيانو د ويستلو پرېکړه کړې، چې د دفاع وزیر جيمس مټیس او سوريې لپاره د سپينې ماڼۍ ځانګړي استازي بريټ مک ګرک له دې پرېکړې سره د مخالفت له امله له خپلو دندو استعفا ورکړې وه او د کانګريس يو شمېر غړو هم له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

که څه هم د ټرمپ او امريکايي سناتورانو ترمنځ په دې اړه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو تېره اونۍ امريکايي رسنيو ويلي و، چې له سوريې د امريکايي  پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د