افغانستانخبرونه

نورالحق علومي هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د داخله چارو پخواني وزیر نورالحق علومي هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه، نوموړي «احمد بيژن» د خپل لومړي مرستیال او « نعيم غيور» د دوهم مرستیال په توګه ثبت کړي.
نورالحق علومي چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر وو،  شپږم کاندید دی چې ولسمشریزو ټاکنو ته یې رسمي نوملیکنه وکړه، تر ده وړاندې عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلی، عنایت‌الله حفیظ او زلمي رسول ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه کړې وه.
د یادونې وړ ده چې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې موده شپږ ورځې وروسته پای ته رسېږي خو لا هم د حنیف اتمر او اشرف غني په شمول احتمالي مخکښو نوماندانو نوملیکنه نده کړې.
ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې پروسه داسې مهال روانه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا هم ندی توانېدلی د ولسي جرګې د ټاکنو بشپړې پایلې اعلان کړي، تېره ورځ د کابل ولایت لپاره د لومړنیو پایلو اعلان ګڼ غبرګونونه راوپارول او معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون غړي په فساد تورن کړل.
دا یوازې کابل ندی چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې پکې غبرګونونه راپاوري تر دې وړاندې د ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو پایلو هم خلګ لاریونو ته اړ ایستلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

هر څوک کولای شی چی ځان د ولس مشری ته کاندید کړی څه رسه د علومی په شان یو کمونیت. که چیری طالبانو حکومت سره سولی کړی وای هغوی به هم ځانونه انتخاب کړی وای، خو دا چی طالبان پر ځان باور نلری چی ملت به هغوی ته رایه ورکړی لدی وجی هم سولی ته نه حاضریږی. ځکه چی د طالبانو انتحاری و وژنه په جوماتونو کی د چا له یاده نوځي. خو خلک به دغو حکومتی کمونیستانو ته هم رایه نه ورکوی لکه علومی او داسی نور.

غوربندي

لونګه ته په افريقايي خوب ويده بايد لږ راويښ شې،،، هغه وولس چې ته يې د رايو خبره کوې په يو مخيز ډول د طالب جان تر شا ولاړ دي، ،،،، دا يو حقيقت دی لاونګينه که خفه کيږې او يا چوې!!

Karwan

ځه فاسد لونګه، په جوماتونو کي چاودني خو ستا د فاسد حکومت استخبارات او امريکائي باداران دي حدفي چاودني کوي. او دا کار ټول ولس ته د لمر په شان معلوم دي. ته خپله نه په اسلام عقيده لري او نه غيرت او ناموس، يواځي دالر پيږني او په مادياتو د ايمان راوړي. لعنت دي پر تا وي، بيشرف انسانه، کاروان

غ.حضرت

په ټاکنو کی چي ګُل آغا شیرزوی! غوندی کسان کاندید نه وی د هغو ټاکنو خوند نسته!!!!
البته دا پورته پوډری هم تر ګل اغا په کمه ندی.

الحاج استاذ بیانزی

د همدغسی سرطانی وایروسو حکومت دی لکه دغه میدیا کی چه یی کینولی بس د ړاندو غونډاری خطا باسی چه د نورو په سر راپریوتل او که د دوی په سرونو راولویدل پروا نه لری هماغه څو ټکی ورته د ډکو په شان غوږو کی ټومبل شوی هغه ټکی په لاندی ډول دی : ــ طالبان د پاکستان او پنجاب جاسوسان دی او خینی خو وایی چه دپنجابیانو اولاده ده. ــ طالبان له موده لویدلی ، د ډيرو د وخت سیاست چلوی . د دجالی تمدن او سیاست سره بلدیت نه لری څه چه په دشمنی کی قرار لری .… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x