نړۍ

له ناټو سازمان څخه د امريکا د وتلو امکان

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په يوې تبصره کې ويل شوي دی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې لري چې د ناټو سازمان له غړيتوب څخه امريکا وباسي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو تازه مطلب کې د شنونکو له نظره راغلي چې د امريکا د دفاع پخواني وزير جيمز مټيس استعفا په ناټو کې د امريکا د غړيتوب په اړه انديښنې زياتې کړي دي.

مطلب زیاتوي چې جيمز مټيس د ډونالډ ټرمپ د هغو پريکړو او پلانونو مخه نيوله چې له ناټو سازمان څخه يې د امريکا د غړيتوب د ويستلو په اړه درلودل.

له تېرو اويا کلونو راهيسې د امريکا ولسمشرانو او د حکومت مهمو ارګانونو د ناټو سازمان يو مهم نړيوال سازمان ګڼلی دی خو په ۲۰۱۶ کال کې د ټرمپ د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ټرمپ دا سازمان يو ماتيدونکی سازمان وبللو او په وينا يې چې دې سازمان د ترهه ګرۍ په خلاف څه نه دي کړي.

دا تبصرې په داسې حال کې کيږی چې امريکا د افغانستان د جګړې په ډګر کې د بل هر وخت په پرتله له ستونزو او مشکلاتو سره مخ ده او په دې وروستيو کې يې د زلمي خليلزاد په هڅو له طالبانو سره د روغې جوړې هڅې پيل کړي دي.

ناټو سازمان چې د ۱۹۴۹ ميلادي کال د اپرېل په څلورمه نېټه د ټوليزې دفاع په موخه په واشنګټن کې رامنځته شو چې اوسمهال ټول ۲۸ غړي هيوادونه لري، هغه هيوادونه چې ددې سازمان غړيتوب لري د تړون له مخې يې منلې ده چې که د ناټو تړون په هر هيواد او يا شمالي امريکا بريد وشو نو دا داسې ګڼل کيږي لکه په ټولو غړو هيوادونو چې بريد شوی وي او په ګډه به يې مقابله کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د وارسا سازمان هم يو وخت نه شليدونکی بلل کيده او د ناټو د ۱۸ کلونو مخکی سازمان هم د وارسا د ۴۰ کلو مخکی سازمان غوندی په پوړسيدو و ، د ناټو باد هم په ختو دی .
افغانستان چی يو څو مسلمان آزاد ملګری پيدا کړی د امنيت د شورا سره به د ملل متحد باد هم ور وباسی او مسلمانان به د آرامی سا وکاږی انشاءالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x