افغانستانخبرونه

جرمني: افغانستان ته له امریکایانو سره یو ځای راغلي وو یو ځای ورسره ځو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د المان د دفاع وزارت وايي، که چېرې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي دوی به هم په دې هیواد کې تم نه شي.
د اسپوتنیک خبري اژانس په حواله د المان د دفاع وزیر «اورزولا فن درلاین» په خپلو خبرو کې وویل چې، که امریکایان له افغانستان څخه راووزي موږ به هم هلته پاتې نه شو، د دفاع وزیر په وینا موږ د سپټمبر د ۱۱ تر پېښې وروسته د ناټو په چوکاټ کې له امریکا سره یو ځای دې هیواد ته راغلي وو اوس که امریکا له دې هیواد څخه راوزي موږ به هم ورسره راووزو، زموږ شعار تر اوسه همدا دی چې «یو ځای راغلو او یو ځای به ځو».
المان چې دا مهال د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې دننه ۱۳۰۰ سرتېري لري وروسته تر هغه د خپلو عسکرو د احتمالي ایستلو اعلان کوي چې تېره میاشت امریکايي رسنیو د لوړپوړو امریکايي چارواکو له خولې داسې راپورونه ورکړل چې ګواکي ټرمپ تر سوریې وروسته له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په را ایستلو غور کوي.
په هماغه مهال هم د المان هیواد ځینې چارواکو ویلي وو چې که امریکایان ووزي موږ به هم په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوو تر هغو څرګندونو را وروسته اوس د دوهم ځل لپاره د المان دفاع وزیر هم له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو تر احتمالي وتلو وروسته د الماني فوځيانو د وتلو پریکړه اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

جرمنانو

تاسو ډېر نامرده، کم اصله او حراموني خلک ياست چې د بېګناه افغانستان په اشغال کې مو د امريکايانو ملا وتړله، ملا مو ماته شه!

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! هیټلر که کافر هم وو مګر غیرتی سړی وو زه وایم که اخری بریا یید دیهودانو مقابل کی ترلاسه کړی وی او لږ نور هم په قدرت پاتی شوی وی له نوری دنیا به یی هم دغه د یهودانو دغه سرطانی ناروغی ایسته کړی وی کیدی شو له لږ نورو پلټنو وروسته په اسلام هم مشرف شوی وی ځکه چه په قران کی د عیسویت په ځآی د یهودیت د حرامزدګی او سرغړونو ډیره یادونه شوی الله ج ورباندی څومره نعمتونه نازل کړی مګر دوی تر اخری کچی سرغړونی کړی او د مسلمانانو سره یی تر مشرکینو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x