
د هلمند پخوانی امنيه قومندان سرجنګ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ، چې د فساد په تور له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شوی و، د ورپېښې ناروغۍ له مړ شوی دی.
قومندان سرجنګ تر دې وړاندې د لغمان او هلمند امنيه قومندان په توګه کار کړی و، چې وروسته د اداري فساد او مالي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی و.
د قومندان سرجنګ کورنۍ د هغه د مړينې خبر تاييد کړی دی.

د تېر کال سپتمبر مياشت کې ځينې راپورونو ويلي و، چې نوموړی له محکمې سره د مالي جوړجاړي په بدل کې له زندانه خوشې شوی او د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ امنيه قومندان ټاکل شوی و، چې د سپتمبر په اتلسمه د تېښتې پر مهال د طالبانو له لوري نيول شوی و.