افغانستان

ايا د پاکستان فشارونه به پر طالبانو اغېز وکړي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): پاکستان يو ځل بيا هڅې پيل کړي، چې طالبان په اسلام اباد کې له امرکايي استازو سره خبرو ته حاضر کړي دي.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له چين وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي، خو د ډان ورځپاڼې خبريال اسماعيل خان وايي، چې د خلیلزاد دا سفر له دې امله ځنډول شوی، چې پاکستان طالبان له امريکايي پلاوي سره خبرو ته حاضر کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې له له تېرو څو ورځو راهيسې پاکستاني ځواکونو د حافظ محب الله په ګډون يو شمېر لوړپوړي او منځنۍ درجې طالبان نيولي، خو بېرته يې خوشې کړي دي.

د راپورونو پر اساس پاکستان هڅې پيل کړي، چې د فشارونو او په عين حال کې د تشويق له لارې طالبان په اسلام اباد کې له امريکايانو سره خبرو ته قایل کړي، خو تر اوسه داسې نښې نښانې نه دي ښکاره شوي، چې پاکستان دې په خپله موخه کې بريالی شوی وي.

پاکستان دا فشارونه په داسې حال کې زيات کړي، چې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ مرستياله لیزا کورټس دوه ورځې وړانډې اسلام اباد ته تللې او ټاکل شوې، چې له يوې اوونۍ ځنډ وروسته زلمی خلیلزاد هم نن اسلام اباد ته سفر وکړي.

دوه اونۍ وړاندې د ګډ حکومت د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزي په اسلام اباد خبريال طاهر خان سره په مرکه کې وويل، چې دوی له پاکستانه د طالبانو پر ضد فشارونه نه غواړي، بلکې يوازې د تشويق غوښتنه کوي.

ایا پر طالبانو به د پاکستان او امريکا فشارونه کوم اغېز ولري؟

د دې خبرې لنډ ځواب «نه» دی؛ ځکه چې يو لور ته طالبانو په خپلو وروسيتو درې  څلورو اعلاميو کې په ټينګار سره ويلي، چې د دوی مسير او تګلاره روښانه ده، چې د بهرنيو پوځيانو وتل او په هېواد کې  اسلامي نظام راوستل دي.

طالبان وايي، چې د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره له نظامي او سياسي چارو کار اخلي او زياتوي، چې په دې اړه د اسلامي هېوادونو او امريکا فشارونه پر دوی هېڅ اغېز نه شي لرلی.

د جهادي ګوندونو د چارو فلسطيني کارپوه او سياسي مفکر احمد الخطواني وايي، چې امريکا او ايتلافيانو يې پر طالبانو هر ډول فشارونه راوړي او دوی نور داسې نوي فشارونه نه لري، چې د طالبانو پر ضد يې وکاروي.

هغه پر طالبانو غږ کړی، چې د خپلې داعيې د ګټلو لپاره بايد پر خپل دريځ ټينګ پاتې شي او امریکا به بيا هم اړ کيږي، چې د دوی دريځ ته راوګرځي.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې او جيو ټلويزون خبریال حامد میر هم وايي، چې طالبان د سيمه ييزو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ګڼو دولتونو سره سياسي اړيکې لري او پاکستان پرې دومره اغېز نه لري، چې د فشارونو له لارې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې د ټرمپ ادارې زلمي خلیلزاد ته شپږ مياشتې وخت ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره مناسبه لاره پرانيزي  او اوس چې نوموړی پر کومو لارو چارو بوخت دی، دا کړنې د خلیلزاد ماموريت سره په ټکر کې دي او دی به اړ کيږي، چې په لنډ وخت کې بېرته د طالبانو دريځ ته راستون شي او د طالبانو په شرطونو د سولې خبرې پر مخ بوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا چى د دوى د مشر بادار(أمريكا) فشار پر طالبانو اغيز ونكر دا تور لينگى مردار خوره مزدوران به يى سه اغيز ولرى
د دى دال خورو هغه وختونه هير شوى چى افغانانو دوى تر پخو(پشو) لاندى كول او ديلى يى نيوى .

Trabi.ghazi

جمیل صاحب،
تیر وختونه تیر دی.اوس حاضر وخت ګوره،اوس ډهلی څه چه خپل پټی زمکه د هم پردی ده،
رنګ.خوراک ته مه ګوره،د پنجابی کمالاتو.تیکنالوژی او عقل ته یی ګوره.پنځه سوه کاله تر پنجابی روسته پاتی یی،د یوی ګولی ډوډی په ارامان افغانان مړه شول،څلویښت کاله یی بی اتفاقی جنګ در پکی راوان کړی دی،
په دا تبصرو انتېرنېت هیڅ نه کیږی.اوس د سیال سره ځان سیال کړه بیا غوری کوه.
ڼن .ټکی اسیا نه مڼنه کوه چه تبصره د نشر کوی.
،سوله،جنګ،امن،هر څه د پاکستان په لاس کی دی.

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! ستاسی د خبری په تایید ، د پاکستان فشار د انګریزانو یا امریکایانو فشار دی له اصل څخه کاپی زوراوره نه وی چه طالبان د امریکا فشار نه یواځی لاندی نه کړل بلکه لا یی بیاوړی کړل نو پاکستان څه کریړه کدو دی چه په طالبانو به فشار وارد کړی . هو پاکستان یا دامریکا فشارونه به هله په طالبانو اغیبزه وکړی چه هغوی په الله ج توکل ونه لری او ایمان یی کمزوری شی ، الله ج فرمایی اانتم الاعلون ان کنتم مومنیین . تاسی بریالی یاست که مومنان یاست ، یعنی د بریاوو د پاره… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x