نړۍ

د اسلامي نړۍ ستر ديني عالم محمد واضح رشيد ندوي وفات شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د اسلامي نړۍ او هند ستر ديني عالم او د علامه ابوالحسن علي ندوي ځانګړی شاګرد مولانا محمد واضح رشيد ندوي د ۹۶ کالو په عمر تيره ورځ په هندوستان کې وفات شو.

نوموړی چې د علامه ابو الحسن علي الندوی خوری هم و د هندوستان او نړۍ له سترو دينی علماء کرامو، اديبانو او څېړونکو له جملې څخه ګڼل کېده.

نوموړی له دارلعلوم ندوة العلماء څخه ديني زده کړې ترلاسه کړې او بيا يې د علي ګړ په مسلم پوهنتون کې په انګليسي کې تر ليسانسه پورې زده کړې وکړې او له هغې وروسته يې په۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۷۳ ميلادي کال پورې د هندوستان په راډيو کې د ویاند او ژباړن په توګه دنده ترسره کړه.

مولانا رشيد ندوي له دې دندې وروسته بيرته ندوة العلماء ته ورغی او هلته يې د عربي ادب د استاد په توګه دنده پيل کړه او له دې سره سره د ياد دارالعلوم د مياشتنۍ مجلې (البحث االاسلامي) مدير هم و.

نوموړی د د دعوت او اسلامي فکر معهد مدير، د المجمع الاسلامي العلمي عمومي سکرتر او د رابطة الادب السلامي العالمي د هند عمومي مشر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

مولانا په عربي او اردو ژبه ګڼ شمير کتابونه ليکلي او ژباړلي وو چې له عربي کتابونو څخه يې

أدب الصحوة الإسلامية

الدعوة الإسلامية و مناهجها في الهند

حركة التعليم الإسلامي في الهند و تطور المنهج

تاريخ الأدب العربي، العصر الجاهلي

من صناعة الموت إلى صناعة القرارات۔

نحو نظام عالمي جديد

حركة رسالة الإنسانية

الإمام أحمد بن عرفان الشهيد

مصادر الأدب العربي

أدب أهل القلوب

المسحة الأدبية في كتابات الشيخ أبي الحسن على الحسني الندوي

الشيخ أبو الحسن قائدا حكيما

مختصر الشمائل النبوية

أعلام الأدب العربي الحديث د يادونې وړ دي.

نوموړی تيره ورځ چهارشنبه (۱۶ جنوري) په هندوستان کې وفات شو او په جنازه کې يې ګڼ شمير خلکو ګډون وکړ او له هغې وروسته په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

عمر ډیر ژر ژر په تیریدو ده. بهتره ده څو ورځی په امن او سوله کی ژوند وکړو. د اسلام ساتونکی الله دی. هغه کعبه له ابرهه څخه د ابابیلو په وسیله وساتله. مونږ څه یو چی ځانونه د اسلام مدافعین وګڼو. راځی چی وسله پر ځمکه واچوو ###

لونګ

الله دی مغفرت کړی. خو په خبرو یی چا عمل نکاوو. مثلا: هغه هم ویلی وو چی د افغانستان جنګ ناروا دی، ملا فضل الرحمن هم اوس سړی شوی او وایی چی د افغانستان جنګ جایز ندی، خو دا ## حکومت او طالبان دی الله دواړه ورک کړی چی یو څو ورځی په امن کی ژوند وکړو.

عبدالمالک همت

انا لله وانا اليه راجعون. الله سبحانه دي د هغه د زيارونو او کتابونو ښه بدله ورکړي. له بده مرغه نن مهال دغسي عالمان مخ پر کمېدو دي او علت يې هم دادی چي ډېرو خلکو د هغو علومو ترلاسه کولو ته مخه کړې ده چي مادي ګټه ولري. او ځينو عالمانو هم ديني علم د دنياوي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دام ګرځولی دی. قال النبي صلى الله عليه وسلم: «يذهب الصالحون، الأول فالأول، ويبقى حفالة كحفالة الشعير، أو التمر، لا يباليهم الله بالة» قال أبو عبد الله: «يقال حفالة وحثالة» بخاري شريف، کتاب الرقاق،باب ذهاب الصالحين، 6434 شمېره… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx