کورنيو چارو وزات: ولسي جرګه دې ژر تر ژره «د مهمو خلکو قانون» تصويب کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ولسي جرګې غوښتي چې د زور واکو او مهمو کسانو له پاره ژر تر ژره يو قانون تصويب کړي چې له مخې يې پولیس د هغوی په اړه چلند معلوم کړي.

د کورنيو چارو وزارت په يوې نهيلې اعلاميه کې راغلي دي چې هيڅ داسې قانون او مقرره نشته چې له هغو کسانو سره چې ځان ډېر مهم، درانه، بانفوذه او ځانګړی بولي، د پولیسو چلند دې ورسره توپیر ولري.

خبرپاڼه زياتوي چې که چېرته ولسي جرګه داسې نه شي کولای نو بيا دې داسې پريکړه وکړي چې له قانون ماتوونکو او بانفوذه قانون ستيزانو سره د پولیسو چلند مديريت کړي.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي « کله چې پولیس د “قانون ماتوونکي له ښاغلي” او د “قانون ستېزانو له؛ مهمو” سره مخ کېږي، د دوی تمه له پولیسو دا ده؛ چې قانون شاته پرېږدي او دوی ته دې سلامي ووهي»

بايد وويل شي چې په افغانستان کې قانون ته نه احترام او قانون ماتوونکي تر بل هر چا زيات د حکومت په داخل کې چارواکي او زور واکي دي چې د افغانستان د اساسي قانون په ماتولو تورن دي.

ډېر ځله په افغانستان کې پوليس او ترافيک د زور واکو او چارواکو له لوري له دې امله ډبول شوي دي چې د قانون د پلې کېدو غوښتنه ترې شوې ده او همدا راز په دولتي ادارو کې قانون ماتونه يو عادي کار بلل شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې تازه تازه يې د کورنيو زورواکانو او قانون ماتوونکو خلاف د مبارزې غږ پورته کړی دی خو د شنونکو په باور چې زورواکي او قانون ماتونه دومره اسانه او زياته شوې ده چې اوسني مسؤل چارواکي به يې په مهارولو کې هيڅ پرمختګ ونشي کړای.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

عجيبه ده سوك و چاته قانون تصويبوى ، غل د بل غله لپاره قانون تصويبوى .
كه د پوليسو و نشان ته وگورو په مينز كى يى د فرى ماسون او يا ايلوميناتى سترگه ده ، دا سترگه د دوى عمومى نشان دى ، چى په ديرو غلامو عربو او عجمو دولتو يى منلى ده .

شهبازخان.غروال
میلمه
شهبازخان.غروال

جمیل صاحب
عجیبه خبری لیکی.تر پرون پوری د عربو ریال او خرما خوړلی ڼن یی غلامان بولی؟تر پرون پوری د افغانانو پیغله دری میاشتو لپاره ورته په نکاح کولی چه عربو ته به عربی راوان شو طلاق به یی ورکړ.
ڼن چه عرب مخ در څخه واړوه.ټاپی د ور خلاصی کړی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ، دیره مننه چه فری میسنری ( ماسونیزم ) او ایلو میناتی ( روشنفکری ) ته متوجه او یادونه دی ورله کړی زمونږ مسلمانان او په ځانګړی دول ډير افغانان دغه دجال اصطلاحاتو ته چه د اوس وخت اصلی لیوان هم دوی دی متوجه نه دی . بیا ستاسی پولیسو ته د هغوی د نشان سمبول کی دننه همدغه دجالی سنبول ته توچه کول د قدر وړ دی ، دا دی هم لیکلی چه په غلامو عربی هیوادو یی هم د انشان منلی. بلی ، هغوی هڅه لری لکه دموکراسی چه یی د ټولو نړیوالو نړیوال دین او… نور لوستل »