پروان: طالبانو د شينوارو ولسوالۍ د محکمې رئيس ژوندی نيولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو ددې ولایت د شينوارو ولسوالۍ د محکمې رئيس ژوندی نيولی دي.

د پروان د والي وياندې وحيده شهکار رسنيو ته ویلي دي چې طالبانو تيره ورځ ددې ولایت د شينوارو ولسوالۍ د محکمې رئيس سهارګل هغه مهال د طالبانو له لوري ونيول شو چې نوموړی کابل ته په لاره و.

وحيده شهکار وايي چې تيره ورځ ماسپښين مهال رئيس سهار ګل غوښتل کابل ته سفر وکړي چې د شينوارو ولسوالۍ د هندره استامه سيمه کې طالبانو له موټره ښکته کړی او له ځان سره بيولی دی.

د والي وياندې په دې اړه نور جزيات ورنکړل خو ويې ويل چې د رئيس د خلاصون له پاره يې عمليات پيل کړي
دي او اوسمهال امنيتي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د