دهوني ولې مسلمان لوبغاړی خلیل احمد وښکنځه؟ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی ایم ایس دهوني د نړۍ یو له نرم او خاموش مزاجه خوی لرونکی دی چې په سخت حالت کې یې هم مزاج تغیر نه کوي.

مهیندرا سینګ دهوني دا مهال د استرالیا لوبډلې پر وړاندې له ډیرې مودې وروسته لوبډله کې شامل شوی، چې په پرلپسې دوه سیالیو کې یې نیمه سلیزې ووهلې.

دغه ډول د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه سیالۍ چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، هند لوبډلې د استرالیا لوبډلې ټاکلی ۲۹۹ منډې هدف پوره کاوه، چې ایم ایس دهوني او دینیش کارتیک توپوهنه کوله، دغه مهال دهوني خپل هم لوبډلی مسلمان لوبغاړی وښکنځه.

ولې یې وښکنځه؟

دهوني او دینیش کارتیک توپوهنه کوله، د منډې جوړولو پرمهال دهوني وغورځېد چې د نوموړي کتلو لپاره ډاکټر لوبغالي ته ښکته شو، همدا ‌ډول خلیل احمد هم د لوبغاړو خواته د مشورې او اوبو راوړلو لپاره ښکته شو.

د رارسیدو سره سم دهوني په ویډیو کې لیدل کیږي چې خلیل احمد ته غوصه شو او په بله لاره د راتلو اشاره کوي، دغه مهال نوموړی ښکنځي هم.

دهوني غوښتل خلیل ته ووایي چې د پیچ په منځ نه بلکې څنګ ته راشي، د پیچ په منځ تګ د توپوهونکي لپاره هم د لوبڅار لخوا منع دی ځکه چې دا د توپ اچونې لپاره ځای خرابوي.

دغه ویډیو په ټولنیزې رسنۍ «ټویټر» کې تر ډيرې اندازې خپره شوه، د دهوني مینوالو لیکلي وو چې نوموړ لپاره د ښکنځلو دغه سلوک ښه نه وو.

خلیل احمد هندی چټک توپ مسلمان توپ اچونکی دی چې د استرالیا پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې یې ډیبیو وکړه خو ناکام تمام شو، نوموړي په ۱۰ اورونو کې ۷۴ منډې ورکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځاوه، دغه ډول یې له دویمې لوبې څخه کيناوه.

د یادونې ده چې ایم ایس دهوني د استرالیا لوبډلې پر وړاندې په دویمه سیالۍ کې تر پایه مسوولانه لوبه وکړه او لوبډلې ته یې بریا وکړه چې سیریز یې ۱-۱ مساوي کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د