د سولې او جګړې انسټيټوټ: د سولې په اړه د خليلزاد دريځ نهيلې کوونکی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولې او جګړې انسټيټيوټ وايي چې د سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستۍ هڅې نهيلې کوونکي دي او په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو په پروسه کې له يو بل سره تفاهم کم شوی دی.

ددې انسټيټيوټ سرپرست حکمت الله اعظمي وايي چې زلمی خليلزاد په پوره توګه واک نه لري چې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ګام واخلي او نه هم په دې بهير کې د مهمو مسئلو په اړه د پريکړو صلاحيت لري، نو ځکه یې له طالبانو سره د سولې مذاکرت د نهيلۍ په لور روان دی او ورځ تر بلې ورڅخه تمې او هيلې پرې کيږي.

اعظمي وويل چې دا ناهيلي وروسته له هغه زياته شوه چې په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکايي استازي ترمنځ د امريکايي پلاوي له لوري په يو لړ ژمنو عمل ونشو او د راتلونکو غونډو په سر د موقعيت په ټاکلو کې د خليجي هيوادونو ترمنځ اختلافات راپورته شول.

د يادونې وړ ده چې تيره مياشت په ابوظبۍ کې ژمنه شوې وه چې طالبان او امريکايان به يو ځل بيا په قطر کې سره جرګه کيږي خو د قطر له غونډې نه یوه ورځ مخکې دا ناسته وځنډول شوه او طالبانو هم له هغې وروسته وويل چې له امريکايانو سره يې خبرې په ټپه ولاړې دي.

تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وول چې که طالبان جنګ غواړي امريکا به ورسره جنګ وکړي او که سوله غواړي سوله به ورسره وکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ستونزمنه ده چى د طالبانو مشرانو ته چى توله مجربه عالم مجاهد دى مشوره وركرو ، خو بيا هم سه چى مو په فكر كى نيك او خير وى بايد وويل شى كه غلط هم واوسى .
خليلزاد به پوره هسه وكرى چى ترمپ خطا باسى .
طالبان دى په يوه سر خلاصى ليك كى و ترمپ او امريكايانو ته د مذاكراتو جريان او د خليلزاد منافقت او خيانت بيان كرى .

ګلاب.حقمل
میلمه
ګلاب.حقمل

جمیل صاحب
طالیب چارواکی ته د مشوری په ځای خپله املا ښه زده کړه،

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا نه خلیلزاد او نه ترمپ دی چه افغانستان یی جنګ رامنځټه کړی او لا به سوله د ناامیدیو سره مخ کړی، خلیلزاد خو یو غلام مګر با استعداده ، ماده پرست او زیرک غلام دی ، د کرزی او غنی سره په فطرت کی ډير توپیر نه لری حتی ټرمپ هم هغه نه دی چه د جنګ ا وسولی د پاره جنګی پالیس جوړوی او اخری تصمیم نیونکی اوسی. امریکا کی د نظم نوین جهانی په نوم یهودی نظم نوین چهانی حکومت کوی مګر د ښکاره حکومت ډیر غړی کیدی شی د نظم نوین جهانی غړی نه وی او… نور لوستل »