فرامرز تمنا هم ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندۍ په لړ کې نن هم د فرامرز تمنا په نامه یو تن ولسمشريزو ټاکنو ته خپله نوماندي ثبت کړه.

نوموړی نن له غرمې مخکې له خپلو دوو مرستيالانو سره د ټاکنو خپلواک کمیسيون ته لاړ او هلته یې نوم ليکنه وکړه.

فرامرز تمنا سيد قياس سعيدي او محمد امين رشادت د خپلو مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.

دا نوماند او وروسره دوه مرستيالان يې د پوهنتون استادان دي او له دې سره ولسمشريزو ټاکنو ته د ثبت شويو نوماندانو شميره اوو تنو ته ورسېدله.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره نور الحق علومي، عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلی، عنایت‌الله حفیظ او زلمي رسول هم د نوماندانو په توګه نوم ليکنه کړې وه.

د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو نوم ليکنه چې د مرغومې د مياشتې په ۱۳ مه نېټه پيل شوې ده، ټاکل شوې ده دا بهير د مرغومي مياشتې تر ۳۰ مې نيټې پورې دوام وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

دده خو نوم د سړی ندی داسی ښکاری چی ښځینه فیصدی یی ډیره ده نو افغانستان کی دداسی خلکو لپاره به ډیره ستونځمنه وی چی ولسمشریته ورسیږی.
دا بعضی خلک خو ځانونه شرموی دا ولسمشریم ورته یوه لوبه ښکاری .

جميل
میلمه
جميل

رولا غنى ولى زان نه كانديدوى ، يو مرستيال دى اشرف غنى او بل دى كرزى وتاكى ، زما په اند دا به پدى غلام دولت كى تر تولو ديرى رأى وگتى .

شهبازخان.غروال
میلمه
شهبازخان.غروال

هر افغان حق لری چه ځان کاندید کړی.رولا غنی یوه افغانه ده بیا د ریس دولت میرمن ده.زما په فکر د یوه پښتون مسلمان شان شوکت سره دا نه شایی چه چه یوی تور سری ته ریشخند او ټوکی په وکړی،
هیڅ پښتون مسلمان ښځو ته رد بد نه د واییلی.حتی د دښمن میرمنی عزت یی هم کړی،خو یو ته یی دا کار د په مخه کړی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فهیم صاحب ، ستاسی د خبری په تایید مونږ چه یی نوم واورید ( تمنا) زنانوی نوم دی او ډيری میرمنی او پیغلی د تمنا نوم لری . مګر پوښتنه دا ده چه دوی کله نوره مردی لری چه نوم یی د مردانو یا نارینه وو نه دی . د جمیل صاحب خبری می ډيری خوښیږی ډیرو مهمو ټکو او اصطلاحاتو ته ګوټّ نیسی او بربندوی په یوه بله تبصره کی یی د فری میسنری او د هغوی د دجالی سمبولو یادونه او بربندونه کړی وه او دی تبصره کی یی د [[[ رولا غنی ]]] د ریس کولو او… نور لوستل »