
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د رسنیو د راپورونو په حواله، د پاکستان حکومت پریکړه کړې څو د افغان ډيپلوماټ «محمد ذکی عبده» قاتل د افغانستان حکومت ته وسپاري.
محمد ذکي عبده چې په کراچي ښار کې یې په افغان قونسلګرۍ کې د سکرتر په حیث دنده اجراء کوله تېر کال د دلوې میاشتې په «۱۸» نېټه قونسلګرۍ ته د ننوتلو په حال کې د قونسلګرۍ د یوه ساتونکي «حیات الله» له لوري په ډزو ووژل شو.
په هماغه وخت کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر «عمر زاخیلوال» د محمد ذکي عبده د مرګ لامل د نوموړي او د قونسلګرۍ د ساتونکي تر منځ شخصي دښمني وبلله.
د افغان ډيپلوماټ قاتل وروسته تر هغه افغان حکومت ته سپارل کېږي چې تېره ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفیر «شکرالله عاطف مشعل» وویل چې له پاکستاني حکومت سره د زندانیانو د تبادلې په اړه هوکړې ته رسېدلی خو په پاکستان کې افغان سفارت بیا دا ډول راپورونه ردوي او وايي چې داسې هوکړه تر اوسه نه ده شوې خو ؛ تمه ده چې یوازې یو بندي «حیات الله» چې د افغان ډيپلومات په قتل تورن دی دوی ته وسپارل شي.
سلامونه. دا خو ډیره ښه خبره ده.افغانستان کی مجرمین جرم وکړی او پاکستان ته ولاړ شی او هلته په ډاډه زړه شپی صبا کوی،پاکستان کی افغانان جرم وکړی بیا په افغانستان کی سری سترګی اوسیږی. که چیری دا معاهده وشی نو باید هر قاتل.که طلیب وی ،او که غل وی باید یو بل ته وسپارل شی. یو غل عسکر پوسته کی خپل ملګری قتل کړی هر څه موباییل ،توپک ،نغدی پیسی هر څه ترینه یوسی .طالیبانو ته ورشی او له هغه ورسته پاکستان ته ولاړ شی مزی کوی. خو د یورپ دا قانون نه جار شم .چه غل،قاتل ،په هر… نور لوستل »