ټرمپ له افغانستان څخه د عسکرو ويستلو ژمنه تازه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا کانګرس له غړو سره په ناسته کې يو ځل بيا له افغانستان او سوريې څخه د امريکایي عسکرو د ويستلو په اړه خپله ژمنه تازه کړې ده.

امریکايي سناتور رانډپاول تيره ورځ له ډونالډ ټرمپ سره د سناتورانو له اوږد مجلس وروسته رسنيو ته ويلي دي چې له ټرمپ سره يې د افغانستان د جګړې په اړه اوږده او ژور بحثونه کړي دي او په وينا يې ټرمپ ورته سل سلنه ډاډ ورکړی او ژمنه يې ورسره کړې ده چې له افغانستان څخه به بهرني ځواکونو وباسي او له پلان سره سم به امریکايي عسکر بيرته په کور کوي.

رانډپاول زياته کړې ده چې ټرمپ ورته ويلي چې د افغانستان په جګړه کې مصرفېدونکې پيسې به د امريکا په پرمختګ او رغونه او کورني امنيت کې مصرفوي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم ډونالډ ټرمپ له سوريې څخه د امریکايي عسکرو د راويستلو اعلان وکړ او له هغې وروسته يې له افغانستان څخه د اوو زرو امريکايي عسکرو ويستلو خبره هم کړی وه خو سپينې ماڼۍ ويلي وو چې په دې اړه تر اوسه کوم پريکړه نه ده شوې.

بايد وویل شي چې په افغانستان کې امريکا د تيرو اتلسو کلونو په پرتله اوس تر بل هر وخت له امنيتي ګواښونو او ننګونو سره مخ دی او همدا راز ډېری امريکايان د افغانستان د تاواني او نه ګټونکې جګړې خاتمه غواړي.

امريکا په دې وروستيو کې له طالبانو سره د روغې جوړې او مذاکرتو له پاره د دې هيواد بهرنيو چارو وزارت زلمی خليلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی ترڅو د افغانستان قضيه په سوله ييز ډول حل شي خو په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د سولې په اړه خبرې هم ټکنۍ شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

منافق خليلزاد دى امريكا ته تر رسيدو دمخه شه زان غور(چرب) كرى ، د ترمپ لرگيان ورته گورى .

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

عبدالرحمن بابا وایی:لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم…….که خزان راباندی راسی که بهار.طالبان باید خپل موقف بدل نکړی داوودخان دخلکیانواوپرچمیانوڅخه دملک دجوړیدوامید وکۍ انجام یی ترننه دافغانستان بربادی ده محمدمرسی وزیردفاع السیسی کمونسټ وټاکۍ انجام یی دمسلمانانوقتل عام کۍالله په قرآنکریم کی فرمایی:منافقین اوکفارزمااوستاسودښمنان دی دوستی مه ورسره کوۍ ددوستۍ انجام یی په افغانستان اومصرکی معلوم سوهرڅوک چه داشرفغنی دحکومت سره دخبروطرفداروی دالله دښمن دۍ که په ظاهری هرڅوک وی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

شمس الحق،غازی
میلمه
شمس الحق،غازی

که چیری له افغانستان څخه امریکایان هم ووځی،دا جنګ به جاری وی.د طالیبانو حکومت په وخت کی هم امن نه وه،شمال د افغانستان کی سخت جنګونه وه. اول بین الافغانی خبری.ښه تعینات .ورسته امریکا وتل. هسی نه چه بیا د مجاهدینو غلطی تکرار نه شی.امریکایانو او ناتو په وتلو سره چور چپاوول قتل بیا افغانستان په سر ونه اخلی، ا افغانانو ورڼو که امریکایان وی ،او که نه وی، خو جنګ به په افغانستان کی وی.جنګ به د پاکستان د لاسه په افغانستان کی وی. ښه مثال یی دا چه مجاهدینو په وخت کی خو امریکایان نه وه،مجاهدین کامیاب هم… نور لوستل »