اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر سره غږېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره نن غرمه ټلیفوني اړیکه نیولي او له نوموړي سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې پاڼه کې راغلي چې « محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن غرمه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې».

خبر پاڼه وړاندې زیاتوي چې، محمد اشرف غنی د پاکستان له لومړي وزیر څخه وغوښتل څو افغانستان ته سفر وکړي چې عمران خان یې کورودانۍ ووایه او د نوموړي دا غوښتنه یې ومنله.


یاده دې وي چې، محمد اشرف غني داسې مهال د افغان سولې په تړاو د پاکستان له لومړي وزیر سره غږېږي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی او پاکستان ورته ټټر وهلی چې طالبان به په پاکستان کې خبرو ته ورسره کېنوي.
خو طالبانو تر دې وړاندې د اعلامیو په خپرولو سره ویلي وو چې د سیمه ئیزو هیوادونو فشار دوی له خپل دریځ څخه نشي اړولی او له دې سره سره بل چاته هم اجازه نه ورکوي چې له افغان سولې څخه د خپلو اړیکو د پر مخ بېولو د وسیلې په توګه کار واخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

چغالان او گيدرى سره كينى چى و زمريانوته پلانونه جور كرى هههههه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی معلوماتو له مخی : ۱ – نه اردګان ته د یو اسلامی رښتونی رهبر په حیثیت قایل یم څه چه کوی او څّ چه وایی د امریکایی دجالانو په دستور یی اجرا کوی حتی هغه کودتا هم د امریکا سره په تفاهم ساختګی کودتا وه د اردګان دشهرت زیاتولو او اتلوالی د باره تر سره مګر د استانبول د بی وسلی خلکو له خوا به شا وتنبول شوه؟ حتی د وخت حکومتونه د عوامو مظاهرو او غبرګون ته د سپو په کچه هم اهمیت نه ورکوی نو کودتا چیان خو د خپل مرګ له ویری هم نورو… نور لوستل »