
بدخشان: د غره ښويدو له امله اته تنه وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرند اب کلي کې د غره د ښوېدو له امله اته تنو د سرو زرو کاند کېندونکي لاندې شوي دي.
دا پيښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د غره د ښوېدو له امله رامنځته شوه.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح په خپل ټويټر ليکي دی چې په دې پيښه کې اته تنه وژل شوي دي او درې نور ټپيان دي.
د يادونې وړ ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په بدخشان ولایت کې د غر د ښوېدو له امله شاوخوا ديرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په دې وروستيو کې د واورو د ورښت له امله د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د غر ښويدنې پيښې زياتې شوې دي چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې تر اوسه د پيښې سيمې ته مرستندویه ډلې نه دي رسېدلي.