افغانستانخبرونه

هندي چارواکي: د اشرف غني حکومت بې ثباته دی، موږ باید له طالبانو سره اړیکې ولرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل):  د هند د ملي امنیت د سلاکار پخواني مرستیال «ساتیېش چندرا» له ۱۸ نیوز تلویزون سره په خبرو کې وویل « د امریکایانو د احتمالي وتلو تر اعلان وروسته هر څوک له طالبانو سره خبرې کوي، په دې لړ کې موږ باید څنګ ته پاتې نشو».

ده زیاته کړه « که څه هم موږ له طالبانو سره د ښو اړیکو مخینه نه لرو خو له هغوی سره اړیکې کولای شي د هند د ګټو په خوندیتوب کې اغېزمنې واقع شي او کله چې طالبان واک ته ورسېږي پالیسې به یې د پاکستان د ګټو په ځای د ملي ګټو له مخې جوړېږي».

په نوموړي سربېره هندي ډیپلوماټ او په  ملګرو ملتونو کې د بې وسلې کېدو د کنفرانس غړی «راکش سوود» هم  ورته نظر لري، د نوموړي په وینا په ۹۰ مه لسیزو کې  هند د طالبانو په خلاف ځکه له شمالي ټلوالې سره لاس یو کړ چې په دې اړه یې بل انتخاب نه درلود خو د اځل د انتخاب په برخه کې کوم محدودیت نه وینو »

نوموړي وړاندې زیاته کړه «د اشرف غني په مشری حکومت خپل ثبات او باور له لاسه ورکړی او واک ته د طالبانو د بیرته راګرځېدلو چانس ډېر زیات دی »

د راکش سوود په وینا « له اروپایانو نیولې تر روسانو او ایرانیانو ټول د طالبانو په اړه خبرې کوي موږ هم باید په دې برخه کې مخکې ولاړ شو او له فرعي لارو له طالبانو سره اړیکې ټینکې کړو».

یاده دې وي چې د هندي چارواکو تر دې څرګندونو یوه اونۍ وړاندې د هندوستان د فوځ لوی درستیز څرګنده کړې وه چې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.

هند داسې مهال له طالبانو سره د اړیکو د غځولو خبره کوي چې د امریکایانو د احتمالي وتلو تر اعلان وروسته د سیمې هیوادونه له هرې ممکنې لارې غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او هغه هیوادونه چې پخوا یې له طالبانو سره پټې اړیکې درلودې اوس یو په بل پسې له طالبانو سره اړیکې د خپل امنیت او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره یوه اړتیا بولي، څه موده وړاندې د افغانستان د ګاونډي هیواد «ایران» هم اعتراف وکړ چې د داعش د ځپلو او د خپلو پولو د خوندي کولو په موخه اړ دي له طالبانو سره اړیکې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی [ ګرګ برادر شغال هست ] تر صلبینانو او یهودانو بودیست هندوان د دجال اصلی بندګان او غلامان دی مسلمانان په ځانګړی ډول طالب مجاهدین باید ورباندی داړیکو زیږولو باور ونه کړی ، هندوانو تر اوسه پوری ولی د طالبانو سره د اړیکو پیدا کولو او نوی کولو څّ نه ویل چه اوس یی وایی دا هم د امریکایی دجالانو بله نوی فتنه ده چه د طالبانو سره په منافقانه اړیکو زیږولو د طالبانو سره د پاکستان غلامانو دشمنی زیږول او ډیرول دی چه پاکستان مجبوره کړی په پاکستان کی په میلونو افغانان هستوګنه لری ډير به پکی د… نور لوستل »

شهبازخان.غروال

بیانزی صاحب.
ته په خپله لندن ته ورتښتیدلی او اعتبار د په کړی،طالیبانو ته وایی چه وپه اندیا اعتبار مه کوی؟
له انګریز انډیا ډیر ښه دی.

ځنګل بادشاه

اوس طلایی چانس دی چی د افغان ولس مرکچیان د اړیکو لاس ګاونډی او سیمییزو هیوادونو ته ور اوږد کړی. دا به ډیره موثر او مثبت اقدام وی، د افغان ولس مرکچیان باید په هند، ایران، چین، بنګلادیش او داسی نورو هیوادونو کی خپل دفترونو او د اړیکو کمیسیونونه پرانیزی تر څو هیوادونه او حکومتونه وتوانیږی په اسانۍ ورسره ارتباط ټینګ کړی.

شهبازخان.غروال

ځنګل بادشاه صاحب.
طالیبان غواړی چه ټوله دنیا کی دفترونه سفارتونه خلاص کړی،خو دا بهرنی ملکونه یی نه غواړی.
د طالیبانو دولت په وخت کی چه ټول افغانستان یی په لاس کی وه
هیڅ هیواد د طالیب سفیر نه غوښت،نو اوس به څبګه وغواړی؟باید ټول سیاست ته تغیر ورکړی،ځانونه له دنیا او سیاست سره برابر کړی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x