افغانستان

د اور لګېدو پېښه کې د ارګ ګلخانۍ ماڼۍ ځينې برخې سوځېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ارګ ګلخانۍ ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني د کار په دفتر کې اورلګېدلی و، خو په وخت يې مخنيوی شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  وياند هارون چخانسوري رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه ګلخانۍ ماڼۍ کې د ولسمشر د کار په دفتر کې د اور لګېدو پېښه رامنځته شوې وه، خو د اور وژنې ډله په وخت سيمې ته ورسېده او د زيات زيان مخنیوی يې وکړ.

د چخانسوري په وينا د اور له امله د ګلخانۍ ماڼۍ ځينې برخې سوځېدلي، خو د پخواني پاچا امان الله خان د کار مېز او نور مهم اسناد له سوځيدو ژغورل شوي دي.

د اور لګېدو لامل لا هم نه دی معلوم شوی.

ګلخانۍ ماڼۍ له تاريخي  پلوه د ولسمشر د کار دفتر دی، ولسمشر په دې ماڼۍ کې د دفتري کار تر څنګ له لوړپوړو بهرنيو ميلنو سره ناستې  هم  کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x