افغانستانخبرونهنړۍ

ټرمپ افغانستان ته د کانګریس د مشرې سفر لغوه کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د کانګریس د مشرې «نانسي پلوسي» سفر لغوه کړ.

نانسي پلوسي او ورسره پلاوي غوښتل چې د افغانستان په شمول بروکسل او مصر ته په یوه فوځي الوتکه کې سفر وکړي خو د ډونالډ ټرمپ له لوري یې په دې بهانه د سفر مخه ونیول شوه چې ګواکي د فدرالي حکومت ځینې برخي تعطیل دي او نانسي نشي کولای په فوځي الوتکه کې سفر وکړي.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې «که چېرې نانسي غواړي په بله کومه الوتکه کې سفر وکړي کولای یې شي».
ټرمپ وروسته تر هغه د کانګریس د مشرې د سفر مخه نیسي چې، تېره ورځ کانګریس مشرې ټينګار وکړ چې ټرمپ دې د خپلې کلنۍ وینا د اورولو لپاره کانګریس ته نه ورځي او یا دې هم ددې وینا د اورولو وخت بدل کړي.
د نانسي پلوسي ویاند له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې «بروکسل ته د کانګریس د مشرې د سفر هدف دا وو څو له ناټو سره د امریکا ژمنتیا وښيي او په دې اړه راپورته شویو اندېښنو ته ځواب ووايي».
یاده دې وي چې د کانګریس مشره وروسته تر هغه بروکسل ته سفر کاوه چې تېره ورځ ځینې داسې راپورونه خپاره شول چې «ټرمپ غواړي امریکا د ناټو له تړون څخه راوباسي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x