افغانستانخبرونه

حنیف اتمر خپل ټاکنیز ټکټ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند «محمد حنیف اتمر» د «سوله او اعتدال» تر نامه لاندې خپل ټاکنیز ټکټ اعلان کړ.
حنیف اتمر په یاد ټاکنیز ټکټ کې «محمد یونس قانوني» د لومړي مرستیال او «محمد محقق» د دوهم مرستیال په توګه غوره کړي.
نوموړي په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي چې « زه به له خپلو وروڼو یونس قانوني او محمد محقق سره یو ځای د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل ټاکنیز ټکټ ثبت کړم، نن ورځ زموږ لپاره تاریخي ورځده».
https://twitter.com/MHaneefAtmar/status/1086114715393314816
تمه ده چې حنیف اتمر به نن د ګڼو سیاستوالو په بدرګه د ټاکنو کمیسیون ته ورشي او رسما به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړي.
دا په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي تائید کړې خو لا یې هم نوملیکنه نده کړې، ویل کېږي چې نوموړي لا هم ندی توانیدلی خپل ټاکنیز ټکټ بشپر کړي او تر اوسه یې چا مرستیالۍ ته زړه ندی ښه کړی.
د اشرف غني پخوانی سلاکار عبدالستار سعادت په خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي همدې موضوع ته په اشارې لیکلي چې « فقر یوازې دا نه دی چې څوک دې په کور کې ډوډۍ ونه لري، واقعي فقر دا دی چې په ارګ کې دې یو څوک ناست وي، ولسمشر دې وي، خو؛ انتخاباتو کې دې ځان لپاره یو مرستیال نه شي پیدا کولای».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ګوډ شيطان – ټاکنيز نښان

احمد

يا الله توبه،
(حنيف أتمر قانونى و محمد محقق)
توبه توبه توبه

الحاج استاذ بیانزی

وایی ، دغه ډیګ او دغه یی ټیپر دی . که په دغه ناوړه ، فاسده او غلامه اداره کی ښه خلک وی نو بیا خو به ورته ناوړه ، غلامه او فاسده اداره نه ویل کیدی امرکیانو غلامی د پاره د کمونستانو ، اخوانیانو ، نشنلستانو او داسی نورو بی ضمیره وحشیان خوښوی او کاروی . پرون امریکا امپریالیستان او نن صحابه کرام چوړ شول ؟

غمی،پښتین

بیانزی صاحب،
دا کسان د ریاست لپاره کاندید دی،او سترګی یی هم سری شغلی کوی.دوی به انشا لله کامیاب کیږی.او په سرو سترګو به وطن اباد وی.سوله به راوالی.خلک به له سوسیال هم خلاصوی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x