افغانستان

طالبانو په فاریاب کې د دولتي عسکرو یو کاروان له منځه وړی / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په فاریاب ولایت کې يې د دولتي عسکرو یو لوی کاروان له منځه وړی او ګڼ شمېر موټر او ټانګونه یې سوځولي دي.

نوموړي ویلي چې دغه کاروان یوه میاشت تر مخه د نوي ټاکل شوي دفاع وزیر اسد الله خالد په امر د بلخ ولایت څخه فاریاب ته راغلی وو، چې په کښي لسګونو عسکرو ګډون درلود او غوښتل یې چې د فاریاب ولایت کې دطالبانو پر ضد عملیات وکړي. خو تېره ورځ د بیرته تلو پر مهال په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د فیض اباد په دښته کې د طالبانو د کمین سره مخ شو چې له امله یې د نوموړي په وینا ۴۰ عرادې ټانګونه، رینجران او نور موټر وسوځېدل او تر ۳۰ پورې نور تخریب شول.

نوموړي همداراز ویلي چې په دغو عملیاتو کې يې په لسګونو عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه دفاع وزارت په دغه اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

یا الله ج تر طالب مجاهدینو ته تر دی لا زیات بریاوی ورپه برخه کړی له هغو تاریخه چه دجالی اشغالګرو په شمال کی د تنګو طالبانو د فراغت په ورځ ورباندی برید وکړو او له سلو زیات ځوان طالبان یی په شهادت ورسول او د دوی پ کچه نور ملایان ا د طالبانو خبل خپلوان هم ورسره په شهادت ورسول او په سلهاوو نور زخمیان شول . مګر د کابل غلامی اداری یی پړه ومنله چه هغه وحشت دوی ترسره کړی . له دغه تاریخ وروسته د طالبانو فتوحات او پیاوړتیا ځو ځلی زیاته شوی دا ځکه چه هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x