نړۍ

زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره ليدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي سره د افغانستان سولې په اړه غږېدلی دی.

له زلمي خلیلزاد سره په دې پلاوي کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د ملي امنيت شورا استازي هم ملګري وو.

پاکستاني رسنۍ د بهرنيو چارو د وزير له قوله وايي، چې اسلام اباد به د افغانستان سولې په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي او غوښتنه يې کړې، چې د سيمې له ټولو هېوادونو يې په دې اړه د هلو ځلو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې زلمي خلیلزاد د سولې هڅو په اړه د پاکستان مننه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې زلمي خلیلزاد د سولې په اړه سیمې خپل  څلورم سفر کې سفر پيل کړی دی.

نوموړي خپل سفر د جنوري له اتمې نېټې  پيل کړی او تر  ۲۱مې نېټې به روان وي.

خو تر اوسه داسې نښې نښانې نه دي موندل شوي، چې  خلیلزاد دې په خپل ماموريت کې بريالی وي.

د سیاسي چارو څارونکي وايي، چې خلیلزاد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د ورسپارل شوي ماموريت پر ځای د سولې پر وړاندې په دسيسيو بوخت دی، چې له امله يې د سولې خبرې له ننګونو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x