د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل ‏

پاکستان: د افغانستان سولې په اړه د هند فعاليت د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل):  پاکستان د افغانستان سولې فعاليتونو کې د هند رول له امکانه بهر بللی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل د افغانستان کې پروسه کې د هند فعاليت په اړه د خپل حکومت دريځ روښانه کړی، چې پاکستان ته په دې اړه د هند فعاليت په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.

د ډاکټر فیصل دا څرګندونې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له هغو څرګندونو سره په ټکر کې  دي، چې  تېره مياشت يې پارلمان ته په خپلې وينا کې د افغانستان سولې  په اړه د هند فعاليت غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد کې دی.

خلیلزاد تر دې وړاندې د افغانستان سولې په اړه هند، چين او افغانستان ته سفرونه کړي وو.

خلیلزاد په هند کې له چارواکو سره له ليدو وروسته هندي رسنيو ته ويلي و، چې امريکا او هند به په ګډه د افغانستان کشالې د حل لپاره هلې ځلې کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ددې پاکستاني خبره غلطه او مردوده ده

طالبانو لا له وړاندې ويلي چې د هر هغه هيواد د هلو ځلو هرکلی کوي چې د افغانستان په سوله کې مرسته کوي.

هارون
میلمه
هارون

پاکستان وایي: ؛میم زورما، ټول یې زما؛داسې نشي کېدای. که طالبان واک ته راځي، نو باید خپلواکه اوسي. د هند دوستي به د پاکستان په پرتله د افغانستان لپاره ډېره ګټوره وي. د پاکستان موخې او نیت د افغانانو لپاره ډېر بد او منافقانه دی. په دې اوس هر څوک ښه پوهېږي. طالبان دې په دې برخه کې ډېر حساس او هوښیاره اوسي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

وایی سګ زرد برادر شغال هست ، دا سمه ده جه د پاکستان عوام مسلمانان مګر حکومتی چارواکی له الله ج د مخه انګریزانو ته سجدی کوی .د هندوانو سره یوه وینه او مینه لری په ښکاره دشمنی یی انګریزی دشمنی ده او دواړه د انګریزانو غلامان دی زما مطلب عوام نه بلکه د دواړو هیوادو حکومتی چارواکی د انګریزانو پاخه غلامان دی . دا چه هندوانو تر پرونه د طالبانو ضد د کابل په غلامی اداری باندی د کوچو غونداری خوړل او نن د طالبانو سره د ښو اړیکو ټینګولو په هڅو کی دی ولی ؟ زیات فکر کوم… نور لوستل »

حماد
میلمه
حماد

بلې بلې پاکستان د افغانستان د جنګ او سولې ټیکدار دې، غواړې دغه کاروبار کې بل رقیب ور ګډ نشې، تیره اونۍ یې ملا امیر خان متقي، مولوي عباس د کراچې پر ایرپورټ او ډاکټر فقیر د پښاور په هوایې میدان قطر ته له تللو منع کړل او ورته یې وفرمایل چې تر اوسه ورته قطر په نقدې برخه کې غاړې نه دې خلاص کړې نو چې کله د قطر دولت زموږ خزاني ته پیسې ور واچوي بیا اجازه درکوو، فی الحال اماراتو او سعودې ته تللی شې ځکه هغو د پاکستان حق آدا کړی د. دغه دافغانانو حال ده،… نور لوستل »