افغانستان

ننګرهار: نامعلومو وسله والو يو تن ډاکټر وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په شيرزداو ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو يو تن ډاکټر په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې ډاکټر سردار ولي وزيري تيره ورځ د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل وايي چې د شيرزادو ولسوالۍ د عامې روغتيا مدير ډاکټر سردارولي تير ماښام ناوخته په دې ولسوالۍ کې وژل شوی دی خو تر اوسه يې د وژنې لامل او مسؤلين معلوم نه دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د نا امنۍ د ډېرېدو له امله ګڼ شمير سوداګر، ښوونکي او روغتیايي کارکوونکي د نامعلومو وسله والو له لوري په نښه کيږي.

تر دې وړاندې هم ډېر ځله د ننګرهار د روغتيايي چارو کارکوونکو او ډاکټرانو د امنيتي ګواښونو له امله کاربنديز اعلان کړی دی خو تر دې دمه حکومت د هغوی د امنيت ساتنې په اړه کوم کوم ګام نه دی اخیستی.

د ډاکټر سردارولي د وژنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

هر چا چي دا ځوان او ګُلالی ډاکټر وژلی دی خدای دې په دواړو جهانو وسوځی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x