د افغانستان په اړه په هندي سیاست کې بدلون

نن ټکی اسیا سرليکنه

په دې وروستیو کې یوشمیر هندي سیاستوالو د افغانستان په اړه داسې څرګندونې کړې چې د افغانستان په اړه په هندي سیاست کې د بدلون ښکارندويي کوي.

د دغو سیاستوالو له جملې څخه یوهم د هند د ملي امنیت د سلاکار پخواني مرستیال «ساتیېش چندرا» دی چې له ۱۸ نیوز تلویزوني شبکې سره یې په یوې تازه مرکې کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایانو د احتمالي وتلو تراعلان وروسته هر څوک له طالبانو سره اړیکې نیسي ، هند د سیمي د یوه مهم هیواد په توګه باید له دغو اړیکو څخه څنګ ته پاتي نه شي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې دا هم ویلي چې که څه هم هند له طالبانو سره د ښو اړیکو مخینه نه لري خو له هغوی سره اوسنۍ اړیکې کولای شي د هند د ګټو په خوندیتوب کې اغېزمنې واقع شي.

د « ساتیېش چندرا» ترڅنګ بل هندي ډیپلوماټ او په ملګرو ملتونو کې د بې وسلې کېدو د کنفرانس غړی «راکش سوود» هم ورته نظر لري، او وايي چې د اشرف غني په مشری حکومت نور خپل ثبات او باور له لاسه ورکړی او واک ته د طالبانو د بیرته راګرځېدلو چانس تر بل هروخت زیات شوی دی.

همدا وجه ده چې له اروپایانو نیولې تر روسانو او ایرانیانو پوري ټول له طالبانو سره اړیکې نیسي چې موږ هم باید له هرې ممکنه وسیلې څخه په استفادې سره باید له طالبانو سره اړیکې ټینکې کړو.

د یادو هندي چارواکو تر دغو څرګندونو یوه اونۍ وړاندې د هندوستان د پوځ لوی درستیز هم په ورته خبرو کې ویلي و چې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.

هند له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي د کابل له تحت الحمایه رژیم سره په پوځي مرستو سربیره په بیلابیلو ملکي برخو کې هم مرستې کړې دي چې پوځي او استخباراتي مرستو یې د هغو افغانانو حساسیت را پارولی کوم چې د امریکايي اشغال خلاف مقابله کوي.

د افغانستان په اړه د هندي چارواکو څرګندونې د یاد هیواد په سیاست کې د نوی بدلون څرک دی چې د راتلونکي افغانستان واکمنان تري ښه استفاده کولای شي.

پردې سربیره د هند په شمول د افغانستان په اړه د هغه د ګاونډیانو څرګندونې په یاد هیواد کې د یوه جذري بدلون د راتلو ښکارندويي کوي او هغه دا چې امریکایان نور په افغانستان کې خپل موجودیت د ځان په ګټه نه بولي او په هرډول چې وي غواړي له افغانستان څخه ځان ور ټول کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

انډیا بالیووډ فلمونه جوړوی.افغانستان ته هم راځی،انډیا یو ځل بیا اندیشنه لری چه زموږ فلمونه به طالیبان بند کړی.
حقیقت چه سره بیان کړو.یو هیواد هم د طالیبانو حکومت نه غواړی،هر هیواد له طالیب څخه ډار کی دی.
انډیا بیا نه غواړی چه طیاری یی قندهار ته وتیښتولی شی.

Karwan
میلمه
Karwan

که د چا خوښيږي او که نه ، خو دا زموږ وطن دي او افغانان به دلته حکومت کوي او موږ به ئي تر شاه ولاړ وي، پوه شه غمي خانه. کاروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

کاروان صاحب ستی مه شی. زه هم د ستا په شان د هیڅ چا له حکومت سره اختلاف نه لرم.فقط چه سوله وی دا وینه توییدل بند شی. خو بیا هم ځینی اندیښنی شته هغه دا چه طالیبان حکومت کوی باید له خارجیانو سره قوی روابط ولری کمکونه جلب کړی،ابادی وکړی،ښه ډاکتران ولرو .شفاخانی ،اکسیری،کمپیوټر.لیزر.دیجیتال هر څه ته ضرورت لرو.ن نو طالیب پخوانی حکومت کی تقریبا خلک د لوږی تندی مړه کیدل.نو هغه شان حکومت نه ولس غواړی او نه بهرنی ملکونه، نو موږ څلویښت کاله جنګ ځپلی یوو.او یو قوی حکومت ته ضرورت لرو ، طلیبان به بیا ګیری… نور لوستل »

انجینر ظفرخان
میلمه
انجینر ظفرخان

په سیمه ایزه او نړیواله کچه د هیوادونو په سیاستونو کی داسی بدلونونه راغلی او راتلونکی دی، دداسی بدلونونو په راتګ سره اوس زیاتره مسئولیت دطالبانو اسلامی تحریک ته متوجه کیږی دوی باید داسی فعاله او رغنده دیپلوماسی وکاروی چی د هیواد ملی ګټی یی په سر کی قرار ولری، داسی نه چی خدای مه کړه دوی هم لکه د ۹۰ می لسیزی په اوږدوکی چی مجاهدینو ته الله ج فتح او بری نصیب کړ مګر په اخره کی یی و نه شو کولی له ذیدخلو اړخونو سره خپل پاتی مسایل د تفاهم له لاری حل و فصل کړی ،… نور لوستل »