کرېکټ: هند استرالیا کې بل تاریخ جوړ کړ/ ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او استرالیا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنۍ سیالیو ترمنځ سیریز په ۲-۱ د ایم ایس دهونې په زړه پورې توپوهنې په مرسته د هند لوبډلې په بریا پای ته ورسید.

د هند لوبډلې په لومړي وار په استرالیا کې دوه اړخیزه یو ورځنۍ سیالیو سیریز وګاټه، له دې وړاندې یې له استرالیا څخه په دغه هېواد کې تاریخي ټیسټ سیریز هم ګټلی و.

د دواړه لوبډلو ترمنځ سیریز یو-یو مساوي و چې نن د جمعې په ورځ په میلبورن لوبغالي کې پایلوبه د استرالیا په توپوهنه پېل شوه.

د هند سوکه توپ اچونکي یوزویندرا چاهل په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او استرالیا لوبډله یې تر ۲۳۰ کمو منډو محدوده کړه، نوموړي په ۱۰ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې او ۶ غوره ویکټې یې واخیستې.

چاهل د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړی لومړی هندی لوبغاړی شو چې په استرالیا کې د یوې لوبې زیاتې ویکټې اخلي، دا ډول دویم هندی لوبغاړی شو چې له هېواده بهر ښه توپ اچونه ترسره کوي.

په ځواب کې ایم ایس دهوني یو ورا بیا د هند لوبډلې لپاره اتل شو، چې تر پایه ودرید او بالاخره یې په وروستي اور کې لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر د سیریز بریا ورکړه، نوموړي مسوولانه لوبه وکړه او ۸۷ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، دا ډول د یاد سیریز غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو سیریز ۱-۱ مساوي، د درې ټیسټ سیالیو سیریز هند په ۲-۱ او دا ډول د یو ورځنیو سیالیو سیریز هند په ۲-۱ وګاټه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د