امرالله صالح د غني د ولسمشريزو ټاکنو لپاره لومړی مرستيال ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت مشر اشرف غني د شمال ټلوالې غړی او د کورنيو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل لومړی مرستيال ټاکلی دی.

اشرف غني ته نږدې سرچينو تاييد کړې، چې سرور دانش په راتلونکو ټاکنو کې د غني دوهم مرستيال او امرالله صالح يې لومړی مرستيال ټاکلی دی.

سرچينو تېره ورځ د دوهم مرستيال په  توګه د سروردانش ټاکل تاييد کړي، خو د لومړي مرستيال په اړه يې تر اوسه رسما څه نه دي  ويل شوي.

امرالله صالح د ملي امنيت پخوانی رييس و، چې په ګڼ شمېر بشرضد او پښتون ضد جنايتونو تورن و او روانه مياشت اشرف غني د کورنيو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

اشرف غني له اوږده ځنډ وروسته خپل ټاکنيز ټيم په داسې حال کې پوره کړی، چې د ولسمشريزو ټاکنو د نوم ليکنې بهير د پای ته رسېدو لپاره يوازې دوه ورځې پاتې ديی.

د ارګ سرچينې وايي، چې ولسمشر اشرف غني به له خپلو مرستيالانو سره د راتلونکې يکشنبې په  ورځ د ټاکنو خپلواک کميسيون ته د نوم ليکنې لپاره ورشي.

د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې وه، ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي، خو امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خولې ويلي و، چې شونې ده ولسمشريزې ټاکنې تر نامعلومې مودې وځنډول شي.

هغه مهال ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکايي رسنيو دغه راپورونه په ټينګه رد کړي وو او د ولسمشريزو ټاکنو ځنډول يې له امکانه وتلي بللي وو، خو تېره مياشت د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړ او زياته کړې يې ده، چې ولسمشريزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

دا اشرف غني خو هغه سړی دی چي په لومړيو ولسمشريزو ټاکنو کي يې تر رمضان بشر دوست لا لږي رايي وړي وې. په دوهمو ولسمشريزو ټاکنو کي يې اشغالګرانو هم پلوي کول او بل داسي وړ سړی نه وو چي پښتانه لاس پر کښېږدي. که يې اشرف غني ته رايه نه وای ور کړې وېرېدل چي د افغانستان د خلکو کورني دښمنان به د هيواد واک تر لاسه کړي.ځکه نو اړ شول چي اشرف غني ته رايه ورکړي. خو اشرف غني د اکثريت خلکو په رايه ګټلی واک د جانکيرې په توسط د عبدالله سره شريک کړ او په… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم.
که کوم اخلاقی جرم یا د رسنیزو قوانینو خلاف عمل نه ګڼل کیږی نو باید ووایم چي د ټاکنو په هکله ما خپل نظر د تاند ویبپاڼی ته لېږلی دی که ئې هلته د خپرېدو فرصت وموند نو ګران وړونه کولالی شی هلته ئې ولولی.
هر څوک آزادی لری چي په هره افغانی رسنیزه سُړه سر دننه باسی، په هره سُړه کی لږ او ډېر د درس او عبرت او زده کړی څه موجود دی.