
سرچينه: طالبانو په اسلام اباد کې له خلیلزاد سره له ليدو انکار کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی تېره ورځ اسلام اباد ته تللی او د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه په خبرو بوخت دی.
د راپورونو له مخې پاکستان له زلمي خلیلزاد سره ژمنه کړې وه، چې د طالبانو لوړ پوړي مشران به په اسلام اباد کې ورسره کښينوي، خو نن ټکی اسيا ته يوې باوري سرچينې ويلي، چې طالبانو د پاکستان دا غوښتنه په کلکه رد کړې او په اسلام اباد کې يې د امریکا له استازي سره له ليدو انکار کړی دی.
اوس، چې خلیلزاد له تېرې ورځې راهيسې په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره په ليدو بوخت دی، پاکستاني چارواکي لا هم نه دي توانيدلي، ترڅو د طالبانو استازي له خلیلزاد سره خبرو کولو ته قانع کړي.
سرچينې ويلي، چې د طالبانو لوړپوړي مشران له مخکې لا له پاکستانه وتلي او یا ځينو يې د اړيکو ټولې لارې چارې او خپلې شمېرې بندې کړي دي.
د سرچينې په وينا، د طالبانو دا انکار د خلیلزاد د هغه ګام ځواب دی، چې نوموړي په قطر کې له طالب استازو سره له ټاکل شوې ليدنې انکار وکړ.
درې ورځې وړاندې طالبانو په خپله وروستۍ رسمي اعلاميه کې ويلي و، چې د افغان بحران اساسي لامل د امريکايي پوځيانو حضور دی، چې بايد د پای ټکی ورته کيښودل شي.
طالبانو په یاده اعلامیه کې پر خلیلزاد تور لګولی و، چې د روان بحران د اصلي لامل پر ځای پر غیر ضروري مسائلو د خبرو هڅه کوي، چې دوی به يې هيڅکله ورسره ونه مني.
طالبانو دا ګواښ هم کړی و چې، که خلیلزاد له دسيسو تېر نه شي او اصلي «د بهرنيانو وتلو» موضوع ته را ونه ګرځي، دوی به ورسره د سولې روانه پروسه تحريم کړي.
د سیاسي چارو څارونکي وايي، چې خلیلزاد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د ورسپارل شوي ماموريت پر ځای د سولې پر وړاندې په دسيسيو بوخت دی، چې له امله يې د سولې خبرې له ننګونو سره مخ دي.
ماشاالله ډیر عالی پاکستان څه کاره دی چی طالبانوته ښه او بده لاره وښایی پاکستان خپله یو ګوډاګی او شیطان ملک دی او هیڅ کله به د خدای رضا لپاره کار ونکړی.
پاکستان خپلی موخی او اهداف لری او پدی باید طالبان پوی شی چی دا شیطان او جاسوس ملک هیڅ کله نه غواړی چی افغانستان یو ملی دولت ولری.
څومره د شرم ځای دی په پاکستان کی. د ادی کور یی ده نو خود به اینکار کوي. طالبان د پاکستان د نیابتی جنګ د سوخت مواد دي هغوی نه صلاحیت لری او نه هم اختیار بیا په پاکستان کی.