ارشیف؛ ماسکو غونډه کې طالب سياسي استازي

د طالبانو د پام وړ

لیکوال محمد امین بسمل

محمدامین بسمل

ستاسونننۍ اعلامیه خورامهمه اوددې سبب شوه چې، زه مې له داخپلې لیکل شوې لیکنې څخه ځینې برخې لرې کړم ځکه چې ستاسوپه اعلامیه کې هغه ذکر شوي کوم، چې ما لیکلي و په هرصورت کور مو ودان هغه متل دی وایي:

زړه  زړه ته لار لري دا هم د لوی ذات له قدرتونو څخه دي، چې دحق په لار کې خپل بنده ګان په غیبي ډول سره هم رازه او همفکره کوي که نه زه خو نه ستاسو د تحریک غړی یم او نه مې تر نن ورځې کومه مخامخ اړیکه درسره نیولې خو یوازي د جرمني طالب ټاپه راباندې وهل شوې ده.

په ۲۰۱۴ م کال کې ما لیکلي و، چې امریکا په سوله کې خپل زیان ویني اوس یې هم تکراروم، چې امریکا یوازې خپلې ګټې لټوي ولو که دټول بشریت په تباهي کې هم وي.

زه لا له مخکې په خلیلزاد شکمن وم او د سولې پروسې لپاره مې د نوموړي تعینول یولوی فرېب وباله او داسې راته ښکاره شوه لکه هغه برهان الدین رباني یې چې دسولې شوری مشر وټاکه خوهیڅ لاس ته راوړنه یې نه لرله یوازې خپل سر یې پکې بایلود.

په دا ورستیوکلونو کې تاسوطالبانو په خورا ځیرکتیا سره د پوځي بریاوو ترڅنګ سیاسي بریاوې هم خپلې کړې دي.

په چین، ترکمنستان، د پګواش په غونډه او ورپسې مسکوکې دسولې په اړوند لویه ناسته چې په حقیقت کې تاسوپه نړیواله کچه په رسمیت پکې وپېژندل شوئ ستاسو له ښوسیاسي لاس ته راوړنوڅخه بللی شو.

دسیمه ییزې اجماع له راټوکېدو اوتاسوته یې له تمائلاتوسره سم د ارګ او سپېدار پاڼې په ژړوالي راغلې ځکه خو د یادې اجماع د تطمیع یا بې اغېزې کولو په موخه سپینې ماڼۍ خلیلزاد د سبوتاژ یوې ماهرانه لوبې ته راولېږه او له تاسوسره یې هره کتنه په منافقت اوفرېب را وڅرخوله.

زه د ابوظبۍ په غونډه هم خوښ نه وم ځکه چې سپینې ماڼۍ غوښت د مسکو غونډه بې ارزښته کړي.

که یاد مو وي د مسکو دپخوانۍ غونډې د سبوتاژ اوبې ارزښته کولو، د شمالي کوریا اود سیمې هیوادونو د وېرولو په موخه امریکايي یرغلګر پوځ دګران افغانستان په پاکه سینه د بمونو مور په نوم بم وغورځاوه.

داځل یې د بمونو او بې رحمانه چاپو ترڅنګ له یوې خوا خلیلزاد درته رامخ ته کړ له بلې خوایې عمرخوړلي غني ته اشاره ورکړه، چې دسولې بورډ په نوم د تیاتر بله ډله درته تیاره کړي خو له نېکه مرغه، چې تاسواوس په جګړه او سیاست کې ښه پاخه شوي یاست هم مو دابوظبۍ په غونډه کې دعمران خان کیسه ورمفته کړه اوهم مو دغني تیاتري ډله غونډې ته درپرې نه ښوده، چې داهم ستاسو په استقلالیت او سیاسي پوخوالي دلالت کوي.

د ابوظبۍ دغونډې ګټه یوازې همدومره وه.

له هغه وروسته دسعودي عربستان په جده کې دغونډې اوازې خپرې خو تاسو پخپل وخت رد کړې.

د سږکال جنوري په لمړیوکې له تاسو سره دقطر منل شوې او پلان شوې غونډه خلیلزاد په لوی لاس سبوتاژ کړه.

زما په غالب ګمان د خلیلزاد لخوا دا سبوتاژ د جدې دغونډې غچ اخیستلو په موخه نه، بلکه د نوموړي او سعودي شیخانو د غټې دسیسې د خنثی کولو له وجې و.

زما په اند خلیلزاد غوښتل چې په جده کې لاندې موخو ته ځان ورسوي:

۱ــ ستاسو د مرکچیانو له منځه وړل دا که د زهرو له لارې اویا په کوم ناڅاپي برید سره وای.

۲ــ ستاسو مرکچیانو ته داسي بېهوشه کوونکي مواد ورکول چې حتی دغني دسولې؟ْ! تیاتري بورډ یې هم نه وای پیژندلی په خندا خندا یې ترڅنګ کېنولي اوعکاسي ورسره کړې وای چې له دې څخه به یرغلګرو او تالیڅټو یې یوه لویه تبلغاتي بریا ترلاسه کړې وای.

۳ــ ستاسومرکچیان په یرغمل نیول او بیا ورباندې خپلې ناروا نقشې عملي کول.

په پورتنیو مواردو کې خامخا یو ترسره کېده خو له نېکه مرغه، چې ستاسو نیتونه صاف او الله ج نجات درکړ.

که په پورتنیو مواردو کې  یوهم درباندې عملي شوای وای آیا د بشرپالو؟! په نوم به بیا کوم نر راولاړ شوی وای چې دا ولې؟

د ۲۰۰۱م کال اکتوبر په اوومه یې په ناحقه ټول افغانستان تر اور لاندې ونیو اوستاسومشروع اود نړۍ په تاریخ کې بې بېلګې نظام یې درونړاوه بې له تاسو کوم بل چا هم سر راپورته کړ؟

په پام کې مووي، چې دسعودي مشرتابه د ژورنالست خاشقچي د وژلوله کبله سترګې خړې دي.

زما په غالب ګمان یې په پورتنۍ دسیسه امریکا خوشالوله  اوخوشالوي یې ترڅو فشارونه پرې کم شي.

له همدې کبله تاسو ته خپلې پخوانۍ او نویې غوښتنې یو ځل بیا وړاندې کوم هیله ده، چې دعمل جامه ور واغوندئ:

۱ـ ژر تر ژره له پاکستان څخه نورو بې پرې او اسلامي هیوادونو ته د خپلومهمومشرانوایستل ولو که هند ته هم وي هندوان به  دومره جفا درسره ونه کړي لکه پنجابیان ځکه چې پنجابی دهندو اوافغان دښمن دی.

د ملافضل الرحمن غیرت او ایمان هم مالوم شو له دې مالومیږي، چې دقیامت ورځ یې هېره او لا تر اوسه د آی ایس آی په اخور څري نو داسې مسلمان ورور به زموږ کوم درد را دوا کړي؟

۲ـ له هند او جرمني سره یو سیاسي چاینل پرانستل ځکه، چې دا دواړه هیوادونه زموږ په ګټه او تاریخي اړیکې ورسره لرو.

داچې جرمني خپل سرتیري ولې افغانستان ته لیږلي تشریح یې دلته لازمه نه بولم یوازې دسترګولیدلی حال تاسو ته لیکم کله، چې دامریکايي پوځیانو د وتلو اوازه شوه جرمنیان ډېرخوښ شول آن پخواني پوځي قوماندان یې کوم، چې په افغانستان کې دنده لرله وویل:

امریکایان چې ځي نو موږ څه کوو؟

۳ـ دمګړۍ قطر تر سختو فشارونو لاندې دی نو تاسو باید د خپل سیاسي دفتر لپاره یو بل ځای هم په پام کې ولرئ.

۴ـ داچې خلیلزاد د پنجابیانو اوسعودیانو په شمول دسولې له پروسې څخه پروژه جوړه کړه نوترهغو ورسره مقاطعه وکړئ ترڅو چې لاندې چاري سر ته نه وي رسېدلي:

ــ سپینه ماڼۍ باید د خلیلزاد په ځای کوم بل نفر تعین کړي ځکه چې خلیلزاد په دې اړوند مخلص نه دی، بلکې له دې لارې غواړي خپلې شخصي موخې ترلاسه او خپله سوداګري مخ ته بوځي.

ــ بې له قطر، ترکمنستان، چین او روسې څخه هیڅ یوه ناسته بل ځای په خاص ډول دښمن هیواد پاکستان کې ونه شي.

دښمن یې ځکه بولم، چې دا دانګرېز زېږنده د نږدې نیمې پېړۍ په شاوخواکې مانا د سردارمحمد داوود خان له وخته تر نن ورځې زموږ په تباهي لګیا دی.

د پاکستاني ملایانو، پوځیانواوسیاستوالو له دا وروستیوڅرګندونو اوحرکانو واضع مالومیږي، چې د ارګ خېټورو د کرغېړن ډېورنډ توره کرښه په رسمیت پېژندلې  خو ددې دسیسې په له مینځه وړلو کې هندوستان له موږ سره پوره همکاري کولای شي.

په عین وخت کې له هند سره ښې اړیکې د هند د مسلمانانو په ګټه بولم تر څو هلته دهندو اومسلمان ترمینځ دا نننۍ کرکه او کینه کمه او د شېرشاه سوري د دور دوستانه فضأ رامینځ ته شي.

ــ یوازې په پخوانۍ او منل شوې اجنډا خبرې کول.

ــ د ارګ او سپېدار له نشه یانو سره د وروستي امریکايي پوځي تر وتلو تماس نه نیول.

فکر کوم د وروستي امریکايي پوځي له وتلو مخکې به یاد خماریان په تکساز کې ګرزي.

یادونــــــــــــــــه:

زه دسولې له سختو پلویانوڅخه یم زه شاعریم له جګړې او نارامي څخه مې کرکه کیږي زه دهر انسان او هر ژوندي موجود لپاره ارامي او شېرازي غواړم خو د ارګ له خماریانو سره هر ډول اړیکه ځکه نامشروع بولم، چې هغوی د خپل ولس دښمنان دي دوی په لوی لاس زموږد مورني اوپلرني هیواد دحیثیت قباله زموږ دخاورې غلیمانوته ورکړه.

دوی امریکايي یرغلګر خپل نږدې دوستان بولي خو دا نږدې دوستان یې زموږ بې ګناه او مظلوم ولس شپه او ورځ ځپي مانا امریکایان زموږ د ولس دښمنان دي نو په دې حساب د کابل لاسپوڅي په اتوماتیک ډول زموږ د ولس په دښمنانو کې راځي.

که دا پورتنی منطق څوک راسره مني نو سر یې باید په دې هم خلاص شي، چې د افغان ولس د دښمنانو له تالیڅټو سره خبرې کول راهی است که به ترکستان رفته.

دا تالیڅټي له شرمه ډک ژوند په مخ وړي پخپله هم ناري وهي، چې که امریکا نه وي په یوه اونۍ کې به یې دا د مسخرو نظام ونړیږي.

نو آیا له داسې بې وسو او لوېدلو کسانو سره ناسته د شرم وړ نه ده؟

په اخېر کې له تاسو طالبانو څخه جدي هیله کوم، چې د خپل ننګیالي ولس له وینې او مینې سره جفا ونه کړئ او نه خپل پیاوړی تاریخي نوم او مقا ومت په لوی لاس په سیند لاهوکړئ

avatar
6 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بسمل صاحب ستړی مه شی. په زړه پوری احساساتی او کمودی تبصره. تا لیکلی چه طالیبان د هند او جرمن سره دیپلوماتیک چاینل خلاص کړی.نو دا نوره دنیا څرنګه کړی؟لکه چه تا د جرمن سفارت ته سترګی نیولی دی، ولی دا نور مسلمان ملکونه خود بیلکل نه دی یاد کړی.خلیلزاد دری ژبی دی ځکه یی بدلول غواړی.روسانو چه په خړو سترګو یرغل وکړ،هغوی ته طالیبان ورلیږی چه ورسره یو شی، دا د زهرو ورکول دا خو ډیره پخوانی د افسانی کیسی د ښاپیرانو خبری دی.طالیبان خو څه واړه نه دی چه په زهرو یی ډاروی. وروره که شاعر وی که… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

پښتین صاحب دزهروورکول که دافسانوقیصې دي نو په ډیپلوماتیکو ځایونوکې اودډیپلوماتیکواشخاصو له مینځه وړل خو بس دعربستان پاکستان اوامریکا تاریخي جنایتونه دي چی تاسو هم ورباندې سترګې نشۍ پټولای
بیلګه یې ملا صاحب ضعیف او خاشقچي ده

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ماشاالله ډیره مننه بسمل صاحب الله پاک دی تاته پوره پوره اجرونه درکړی ستا ددی لیکنی نه یوه نړی مننه دا ستا افغانیت اسلامیت او انسانیت ښی مونږ افغانان پداسی زړه سوانده افغان لکه تا باندی ویاړو الله پاک دی خپل امان کی وساته. د افغاستان اسلامی امارت له چارواکو څخه هیله کوم چی دا لیکنه په غور سره ولولی او عمل دی پری باندی وکړی ځکه دا اوسینی کومه پروژه د سولی په نوم چی روانه ده ددی تر شاحتمی کومه کرغیړنه موخه دا منافقان لری نو هیله کوم چی خپل ځان ته مو ډیر فکر وی چی خدای… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د نن ټکی اسیا خکلی پاڼی نه مو دا هیله دا چی دا لیکنه ضرور طالب چارواکو ته ورسوی دابه ستاسی ایمانی او اسلامی دنده وی ځکه د د ګران افغانستان سرنوشت سازه موضوع ده او دا ستاسی دنده ده چی افغاستان ته خدمت وکړی.مننه

جميل
میلمه
جميل

اسلام عليکم ورحمته الله و برکاته بسمل صاحب تاسو ته دی پاک الله(ج) د دی ليکنی اجرونه درکړی ، ډيری ښی سپارښتنی مو کړی . د نيکو افغانانو په زړو کی به تاسو غوندی نيکی مشوری ورګرځی ، او خامخا ځينی وسوسی به هم ورسره تړلی وی . د دين اود هيواد لپاره څه چی مو د وسه پوره وی بايد ونه سپمول شی ، پښيمانی لری . کلونه کيږی چی طالبان پيژنو ، د دوی ډبره پخه ايښول سوی ده ، دوی په ډير ساده توب کی ډير پاخه دی ، همدا ن ن ټوله دنيا ورته هيښه ده… نور لوستل »

وحیدالله
میلمه
وحیدالله

محترم بسمل صاحب، سلامونه او نیکی هیلې. ځه څه لیکوال نه يم او که څه غلطی راڅخه وشي نو د ادب مشرانو څخه بښنه غواړم ځکه سې ما افغانستان کې تر اتم صنفه پورې ټول تعليم کړئ . اما بعد، لکه څرنګه چې تاسو څرګنده کړه خلیلزاد ته د امریکا ګټې مهمی دی نه د افغانستان نوځما شخصي نظر د افغانستان د یو عادي وګړي په خاطر داده چې طالبانو ته پکار دی چې د خلیلزاد په ځای شيخ حمزه یوسف چې د اسلام او د غربي ثقافت لوی عالم دی او خپله سپین پوسته امريکايي ده چې مسلمان شوي… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

مننه اوکورودان محترم بسمل صاحب
لیکنه مې ولوستله زماپه اند هم که ملي مبارزین هسې له هند سره دښو اړیکو شین څراغ وښیي پاکستان به ور باندې فشارکم کړي ځکه طالبان اوس هغه ګټونکی ځواک ده چې دمنطقې او نړۍ په سطحه ډېر هیوادونه غواړي چی په راتلونکې کې ښې اړیکې ورسره ولري

دوهم یو ه غوښتنه مې شخصي له تاسو څخه ده هغه داچې دجرمني مشهورو چاپي رسنیو ته خپلې لیکنې ورلېږه که امکا ن لري کیدای شي دجرمنیانو په افکارو کې څه تغیرراشي
له هیواده خپل سرتیري وباسي مننه

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

حکیمی صاحب ښی چاری. دا چه تاسو محترم لیکلی چه بسمل صاحب مشهورو رسنیو ته مقالی ور ولیږی ښه به وی. نو حکیمی صاحب دا د طالیب پلوو یورپ اوسیدونکیو ته د ډیره ښه مشوره ده.خو دلته بل مشکل دی، هغه دا چه یورپ کی اوسیدونکی افغان مهاجر اکثر موقتی د اوسیدولو اجازه لری.که چیری افغانستان کی جنګ جدل سوله راشی نو یورپ اکثر افغان مهاجر له اروپا څخه اوباسی .ځکه چه نور افغان مهاجر ته دلیل نشته چه اروپا کی پاتی شی.اروپا ورته وایی چه ځه ووځه. ملک کی د اوس قراری راغله. نو اکثر افغان مهاجر چه اروپا… نور لوستل »