طالبان: اسلام اباد کې له امریکايي استازي سره، د ناستې اوازې «حقیقت» نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په اسلام اباد کې یې تر اوسه له هیڅ کوم لوري سره ناسته نده کړې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر لیکلي « په اسلام آباد کې له امریکایي استازي خلیلزاد سره د اسلامي امارت د استازو د کومې ناستې آوازې حقیقت نه لري».
یاده دې وي چې تېره ورځ اسلام اباد ته د خلیلزاد له سفر سره جوخت ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې ګواکي نن د جنوري په ۱۸ نیټه به طالبان د اسلام اباد په ښار کې له امریکايي لوري سره کښیني، ویل کېږي خلیلزاد غوښتل له چین وروسته سمدستي پاکستان ته سفر وکړي خو د پاکستاني چارواکو په غوښتنه د نوموړي سفر د همدې موخې لپاره ځنډول شوی وو چې ګواکي طالبان به ورسره ناستې ته چمتو کوي.
خو اوس تازه د طالبانو ویاند دا ډول خبرې ردوي او وايي دوی په اسلام اباد کې له هیڅ کوم لوري سره ناسته نده کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

دا ټول د پنجابیانو په اشاری سره کیږی طالبان بیا په پاکستان اختیار او صلاحیت له حقیقت نه لری خبره ده.

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

ماپخوا لاپه نن ټکۍ اسیاکی په تبسره کی لیکلی ووچه اشرفغنی ،ټرمپ او خلیلزاد یوشۍ دی اوس ښه معلومه سوه چه خلیلزاد دمیږی په پوست کی لیوه دۍ له ده سره خبری دافغانستان په تاوان دی خلیلزاد عین داشرفغنی موقف لری دمکۍ لادلاسه ورکوی که طالبان له اشرفغنی سره کښینی دامعنی لری چه داشرفغنی حکومت یی په رسمیت وپیژاندۍ ددوی اودګلبدین څه فرق وسو که امریکایان فعلاً ووزی اشرفغنی یی بیارابولی ،دبون ناسته یی ثبوت دۍ چه امریکادوعدی برخلافی وکړه په بون کی فیصله وسوه چه درنووصلووالابه کابل ته نه داخلیږی امریکا دشمال ټول قاتلان داصلحوسره کابل ته راوستل.ښه سوچه… نور لوستل »