خبرونهنړۍ

کولمبیا: چاودنې «۹۰» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کولمبیا هیواد په پلازمینه «بوګوټا» کې زوروې چاودنې شاوخوا «۹۰» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د رسنیو د راپورونو په اساس، چاودنه د پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې شوې چې په نتیجه کې یې «۲۱» کسان وژل شوي او شاوخوا «۷۰» نور ټپیان دي.
راپورونه زیاتوي، چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای په ځای شوي وو کله چې پولیسو د تالاشۍ په موخه د موټر چلوونکي د درولو کوښښ وکړ، نوموړي موټر د درولو په ځای د پولیسو مرکز ته دننه کړ او هلته یې چاودنه ورکړه.
ویل کېږي چې چاودنه ډېره زوروه وه او غږ یې تر لیرې سیمو پورې اوریدل شوي، تر چاودنې وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلي.
یاده دې وي چې تر اوسه ددې پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x