
اندونیزیا: میرمنې خپل خاوند په مبایل پاسورډ نه ښودلو ژوندی سوځولی/انځوورنه
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): اندونیزیا کې یوې میرمنې خپل خاوند په دې ګناه په وهلو-وهلو وژلی چې میرمنې ته یې د مبایل پاسورډ نه دی ښودلی.
د اندونیزیا په لویدیځه سیمه نوسا ټینګارا کې یوې میرمنې خپل خاوند سره په دې جګړه سخته شوه چې دېته یې د مبایل پاسورډ ښودلو څخه ډډه وکړه، دغه مهال یې میرمنې خواته پراته پطرول پر خاوند شیندلي او اور یې ورته کړی.
که څه هم ددغې کور ترڅنګ همسایه د پېښې پر وخت ځای ته رسیدلی او د اور مړه کېدو کوښښ یې کړی خو هغه مهال دغه سړی بشپړ سوځېدلی و، چې په روغتون کې له دوه ورځو تدواۍ وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.
له ورکړل شویو عکسونو څخه څرګندیږي چې د یاد کس د بدن پورتنی برخه په تمامه توګه سوځېدلې، او ډیر همدا لامل دی چې نوموړي له دوه ورځو وروسته ژوند له لاسه ورکړی.
دغه میرمن ۲۵ کلنه الهام کایاني «Ilham cahyani» نومیږي، او خاوند یې چې ۲۶ کلن و دیدي پرنامه «Dide Purnama» نومید.
الهام کایاني اوسمهال پولیسو نیولې او ددوی په ولکه کې ده، خو د محکمې لخوا تر دې دمه پر دغې میرمنې کوم حکم نه دی ورکړل شوی، ددوی په وینا له څيړنو وروسته به پریکړه کوي.