نړۍ

د فلسطین په پلازمینه القدس کې 46 اسراييلي یهودانو ته مرګ ژوبله اوښتې

JERUSALEM_ISRAEL

نن ټکی اسیا: نن د فلسطین په پلازمینه د القدس په ښار کې د بسانو اډې ته څېرمه یوه زوروره چاودنه وشوله چې له امله یې لږ تر لږه 45 کسه چې اکثره یې یهودان دي، ټپیان شوي او یوه ښځینه یهودۍ وژل شوي ده.

د ټپي شوو یهودانو څخه د 5 ټپيانو روغتیايی حالت د انډېښنې وړ ښودل سوی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې دغه چاودنه په سیمییز وخت ماپښین په 3 بجې وشوله او شاوخوا سیمه یې ټوله سره ولړزوله.

د فرانس پرس خبريال ویلي چې چاودنه د یو بس چې شمېره یې 174 ده، ته نیژدې شوې او دا بس د ( معالیه ادومیم ) د القدس په شرق کې د یهودانو له خوا غصب شوي سیمي ته روان وو..

تر اوسه دا ښه نه ده څرګنده شوې چې دا به فدايي برید وي، او که نه، او ایا دننه په بس کې شوې که نه، مګر په واشنګټن کې اسراییل سفارت ویلي چې دا فدايي برید نه وو.
د یهودي پولیسو له خوا ویل شوي چې امکان لري دغه چاودنه د یو ځای پر ځای شوي بم په واسطه تر سره شوې وي.
پر اسرایلیانو دغه کامیابه برید په داسی وخت کې منځ ته راغلی، چې ددې تر مخه اسرایيلي ځواکونو د غزې پر ښار باندي خپلو هوايي او توغندوي بریدونو ته دوام ورکړی دی، چې له امله یې تر اوسه لږ تر لږه 8 کسه وژل شوي، چې د هغو څخه 3 ماشومان دي، او ګن شمېر یې نور ټپیان کړي دي.

{youtubejw}i_b2IJ413Y8{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x