نړۍ

هند: اسلام اباد دې د کابل د بهرنۍ پالیسۍ پریکړې نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي « پاکستان ته نه ښايي چې په سیمه ئیزو او نړیوالو مسائلو کې د نورو هیوادونو د رول لوبولو یا نه لوبولو په اړه پریکړه وکړي».

د دې وزارت ویاند «ریویش کمار» له رسنیو په خپلو خبرو کې وویل «اسلام اباد د ازاد کابل په موجودیت کې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه پریکړه نشي کولای».

نوموړي همدار راز زیاته کړه «پاکستان دې لومړی د افغان سولې په اړه خپله ذمه واري پای ته ورسوي او په دې برخه کې دې ریښتینې هڅې وکړې».

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندوویل چې، د افغان سولې اړوند د هند فعالیت ورته د منلو وړ نه دی.

یاده دې وي چې پاکستان داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د هند د فعالیت د مخنیوي هڅه کوي چې ددې هیواد لوړ پوړو چارواکو له طالبانو سره په اړیکو ټینګار کړی.

څو ورځې وړاندې د هند د فوځ لوی درستیز وویل چې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه له طالبانو سره خبرې کوي.

د نوموړي تر څرګندونو یوازې یوه اونۍ وروسته هندي ډیپلوماټ او په ملګرو ملتونو کې د بې وسلې کېدو د کنفرانس غړی «راکش سوود» هم د هند په حکومت ټینګار وکړ څو له طالبانو سره له فرعي لارو اړیکې ټینګې کړي د «راکش» په نظر په سیمه کې د اشرف غني حکومت خپل باور له لاسه ورکړی نو ځکه باید د هند د ګټو د خوندیتوب په موخه له طالبانو سره اړیکې ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x