افغانستانخبرونه

امریکايي څېړونکی: اشرف غني تېر ځل په «درغلیو» ولسمشر شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د افغانستان لپاره د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی «تومانس جانسون» وايي، کره اسناد لري چې ښيي اشرف غني تېر ځل په ټاکنو کې په تقلب او درغلیو ولسمشرۍ ته لاره ومونده او د ډېرو محلونو صندقونه یې په ګټه ډک شول.
د جانسون په وینا «که څه هم په لومړي پړاو کې د عبدالله عبدالله او اشرف غنی له ډلې هیڅ یوه ۵۰+۱ سلنه رایې پوره نشوای کړای خو په لومړي پړاو کې عبدالله عبدالله تر اشرف غني وړاندې وو».
جانسون وړاندې زیاتوي «کله چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، په حیرانوونکي ډول د اشرف غني رایې په هغه محلونو کې زیاتې شوې په کومو ځایونو کې چې یې تېر ځل تر عبدالله عبدالله کمې رایې وړې وې.
دا امریکایي څېړونکی د بېلګې په توګه د کابل رایې یادوي چې په لومړي پړاو کې اشرف غني پکې ۳۱ سلنه خو په دوهم پړاو کې ۵۲ سلنه رايې اخستې وې.
جانسون وايي په دې اړه ورسره کره شواهد او ا سناد موجود دي چې په مټ یې د غنی تقلب ثابتېدلای شي.
تومانس جانسون په ټاکنو کې ددرغلیو پړه تر ډېره د ټاکنو په خپلواک کمېسیون وراچوي چې کمزوري مدیریت یې پراخو درغلیو ته لاره هواره کړه.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر «داوود علي نجفی» بیا په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ددې درغلیو لامل بولي.
د نجفي په وینا هماغه مهال دموږ هڅه وکړه څو ددې تقلب په اړه څېړنه وکړو خو د امریکا سفیر وویل چې دوی دومره وخت انتظار نشي کولای .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

نه کرزۍ اونه اشرفغنی دملت په رایوقدرت ته رسیدلۍ دۍ ټول دامریکادزورپه واسطه چه پټی وعدی یی ورسره کړی وی چه ستاسوهډی به په افغانستان کی ساتو،دادالله اراده وه چه طالبانو دقرآنکریم دفرضیت په خاطرجهادته اوسرښندنی ته حاضرسول اوالله یی مددوکۍ اوکوی یی که غلطۍ ځنی ونه سوی اوبیله الله دبل چاڅخه ونه بیریدل.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x