خلیلزاد د طالبانو د اعلامیې په مفهوم نه پوهیږي

شاهد (غزنیوال)

زلمی خلیلراد، د امریکا له خوا په دوو اشغال شویو هیوادونو افغانستان او عراق کې د امریکا سفیر او اوس مهال د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی.

وروسته تر دې چې په افغانستان کې د ټرمپ هغه جنګي ستراتیژي چې د هغې په ترڅ کې یې په (۹) میاشتو کې (۶۰۰۰) بمونه پر افغانانو وغورځول د طالبانو په مقابل کې مطلق ناکامه شوه نو یې د ښاغلي خلیلزاد په استازولي د سولې ستراتیژي پیل کړه او د هغې د نهايي کولو لپاره یې د جنګي ستراتیژي نیمايي (۶میاشتي) وخت ورکړ چې امریکایانو ته له افغانستان څخه د آبرومندانه وتلو لاره برابره کړي.

ګډ حکومت او په هغه پوري ځینو تړلیو حلقاتو د زلمي خلیلزاد ګمارنه د افغان لانجې د هواري له پاره یو ښه چانس وګاڼه خو طالبانو یې د ماموریت د کامیابي او ناکامي په اړه له پیله سکوت غوره کړ.

ښاغلي خلیلزاد د خپل ماموریت له شروع تر اوسه څلور سفرونه کړي چې په هغو کې یې دوه درې ځلې له طالبانو سره هم لیدلي خو په ورستي ملاقات کې چې په تیر دسمبر کې د ابوظبي په ښار کې تر سره شو طالب استازي پر ښاغلي خلیلزاد بدګمانه او له جانبدارانه ماموریت څخه یې خوابدي شول.

د ابوظبي ترغونډې وروسته د دوهمې ناستې لپاره د سعودي عربستان د جدې ښار هم د خلیلزاد یو طرفه انتخاب و چې طالبانو رد او په ځای یې د طرفینو په خوښه د قطر په دوحه ښار باندې توافق راغی چې د جانبینو تر توافق وروسته ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې له کړې ژمنې څخه په شا او په دې سره په رسمي ډول د طالب مذاکراتي ټیم له خوا په ورسپارل شوي ماموریت کې په ناغیړي ملزم شو.

طالبانو د نوموړي ناغیړي دا په ګوته کړې چې نوموړی غواړی د طالبانو او هغو هیوادونو ترمنځ چې یومهال یې د دوی امارت په رسمیت پیژندلی و اوبه خړي او د امریکایانو له پاره ورکي کبان ونیسي.

د ابوظبۍ په غونډه کې له طالبانو سره په خبرو کې د سعودي، اماراتي او پاکستاني استازیو غیر ضروري ګډون هم د خلیلزاد ابتکار و چې د هغوی له شتون څخه په طالبانو باندې دا فشار راوړي چې له کابل حکومت سره زورکي خبرې وکړي.

همدا راز طالبانو د زلمي خلیلزاد د ناغیړیو له امله امریکایان وګواښل چې که هغوی نور هم په دغسي غیر ديپلوماتیک ډول له مذاکراتي بهیر څخه سیاسي استفاده جويي کوي نو هغوی به مجبوروي چې دا بهیر تحریم او یا د څه وخت له پاره وځنډوي.

خو له بده مرغه چې نه امریکایانو او نه هم خپله خلیلزاد د طالبانو د یادې ګواښونکې اعلامیې په مفهوم سر خلاص کړ او پاکستان ته د اوسني سفر په جریان کې یې بیا داسې تبلیغاتي ډنډوره پیل کړه چې د جمعې په ورځ به په اسلام آباد کې د طالبانو له کوم لوړپوړي چارواکي سره د مذاکراتي بهیر د پرمخ وړلو لپاره ګوري.

خو د خلیلزاد دغه ناسمه ډنډوره د طالبانو له خوا رسما د یوه وضاحت لیک په خپرولو سره رد او نوموړي اسلام آباد ته ترسره کړی سفر د هغه ځای له ځايي چارواکو سره په لیدوکتو پای ته ورساوه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حیران
میلمه
حیران

یعنی مطلب دا چی طالب هیڅ کله هم دا نه غواړی چی د خپل بادار (امریکا) نه بغیر چی د هغوی غلامی وکړی د بل چا سره نه کینی او غواړی افغان وزنی ته دام ورکړی او نو هم دنیا ته مسلمان قاتل او د اسلامی احکامو نا خبره وښیی.