نړۍ

ایکسپريس ټریبيون: شونې ده، د سولې راتلونکې ناسته په اسلام اباد کې وشي

د پاکستان ايکسپريس ټريبيون انګليسي ورځپاڼې د پاکستاني سرچينو په حواله ليکلي، چې په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد او د بهرنيو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ترمنځ هوکړه شوې، چې د سولې راتلونکی پړاو به په اسلام اباد کې وشي، خو طالبانو په اسلام اباد کې له خلیلزاد سره د سولې هر  ډول ناسته رد کړې ده.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ له دوه ځل بریاليو ناستو وروسته د متحده عربي اماراتو، سعودي او پاکستان په لمسون د سولې خبرې د تېر کال ډسمبر مياشتې  په اوولسمې او اتلسمې نېټې په ابو ظبۍ کې وشوې او له دغې  ناستې وروسته د سولې روانه پروسه ټکنۍ شوه.

د سرچينو په حواله خلیلزاد او يادو درې واړو هېوادونو د ابوظبۍ ناستې کې د طالبانو له ډيپلوماټانو غوښتي وو، چې د ګډ حکومت له استازو سره وګوري، خو طالبانو ورته انکار کړی و او بيا خلیلزاد ځينو رسنيو ته ويلي و، چې د سولې راتلونکې ناسته به د سعودي  په کوربه توب جده کې وشي، خو طالبانو د جدې په ناسته کې له ګډونه انکار کړی و.

د طالبانو سرچينې وايي، چې خلیلزاد ورسره منلې وه، چې د سولې بله ناسته به د جنورۍ په نهمه په قطر کې وشي، خو خلیلزاد له خپلې  ژمنې  په شا شو او له طالب استازو سره د ليدو پر ځای يې د سيمې  هېوادونو سفرونه پيل کړي دي.

اوس، چې خلیلزاد د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره په اسلام اباد کې په ليدو کتو بوخت دی، تر اوسه د سولې خبرو په اړه د کوم پرمختګ څرک نه ښکاري او نه هم پاکستان په دې توانيدلی، چې طالبان د سولې خبرو لپاره له خلیلزاد سره ناستې ته حاضر  کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې په اسلام اباد کې له خلیلزاد سره هېڅ ډول ناسته نه ده شوې او  نه هم دا ډول ناستې ته چمتو دي.

ايکسپريس ټریبون د حکومتي سرچينو په حواله ليکلي، چې پاکستاني چارواکو د خلیلزاد سربېره د کابل حکومت استازي هم اسلام اباد ته ورغوښتي، تر څو طالبان ورسره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

خو طالبان د کابل حکومت د امريکا «ګوډاګی» بولي او د بهرنيو پوځيانو د وتلو له پلان وړاندې ورسره هر ډول خبرې بې ګټې بولي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د ټرمپ ادارې زلمي خلیلزاد ته شپږ مياشت ضرب الاجل ټاکلی، تر څو له طالبانو سره د سولې  خبرې يوه پرمختللي پړاو ته ورسوي او د دې موخې لپاره يې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې هم وځنډولې، خو د خلیلزاد له وروستيو فعاليتونو داسې ښکاري، چې نوموړی د سولې پر ځای د جګړې ژبه کاروي او د بحران د پای ته رسولو پر ځای د بحران پيچلي کولو په لټه کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

دا ناسته دې طالبان په چین کې ترسره کړي، چین د ټولو خواوو لپاره بې پرې ځای دی.

میلمه

د پاکستان فشار په طالبانو په اوس وخت کي خاصه اغیزه نه لري، د سولي چاري ډېری پیچلي دی، هندوستان هم طالبانو سره ښې اړیکي غواړي همداراز ایران او روسیه او ځیني شمالي هیوادونه د چين په شمول له طالبانو سره د ښو اړیکو په لټه کي دي. له همدي امله که طالبان د اسلام اباد ناسته رد کړي ګټه ده، څکه تل د پاکستان په غلامي تورن شوي د ناستې په رد کي به همدا معلومه شي چي طالبان خپلواک دي، د ناستې په در زه مطمئن یم چي پاکستان هم کوم عکس العمل نشي ښوودلا چي په تاوان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x