
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د مکسیکو په مرکز کې زورورې چاودنې ۲۱ کسان وژلي او د ۷۰ تنو په شاوخوا کې نور ټپیان دي.
د رسنیو په حواله چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یوه ډله کسانو د تېلو د غلا کولو په نیت د تېلو نل لیکه سوری کړه.
ویل کېږي د تېلو د نل لیکې تر سورۍ کېدلو وروسته د سیمې سلګونه خلګو غوښتل له تېلو څخه خپل لوښي ډک کړي خو د اور په لمبو کې راګېر شول، چې په ترڅ کې یې تر شلو زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ژور ټپیان دي.
د مکسیکو د ایدالګو ایالت والي «عمر فیاض» په خپل ټویټر باندې د پېښې له سیمې څخه د یوې ویډیو په خپرولو د یادې پېښې پخلی کړی او په وینا یې سیمې ته یې مرستندویه ډلې لېږلي، او لسګونه ټپيان یې تر روغتونونو رسولي.
Sobrevolando el lugar de los hechos ocurridos en Tlahuelilpan. Estamos aplicando todas las medidas necesarias para atender a la población de la zona. pic.twitter.com/ptPGOGLbF5
— Omar Fayad (@omarfayad) January 19, 2019