ولسمشريزې ټاکنې: ګلبدين حکمتيار هم نوماند شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيار هم څو شيبې وړاندې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماند په توګه خپل نوم ثبت کړ.

ګلبدين حکمتيار فضل هادي وزين لومړی او قاضي حفيظ الرحمن د دويم مرستیال په توګه اعلان کړل.

حکمتيار تر دې وړاندې له ځينو سياسی ګوندونو سره د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماند په ټاکلو سلا مشورې وکړې خو کومې نتيجې ته ونه ورسېدل او نن يې خپله د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره نوم ليکنه وکړه.

نوموړي له نوم ليکنې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان موجوده نظام يو ناکام او فاسد نظام دی او په افغانانو له بهر څخه تپل شوی دی.

انجينر ګلبدين حکمتيار نهم نوماند دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره يې نوم ليکنه وکړه، تر دې وړاندې نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا، عنایت الله حفیظ او حکیم تورسن د جمهوري ریاست د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۳ مه نېټه پيل شوی او دا بهير به د مرغومې میاشتې پر ۳۰ مه نېټه پای ته ورسېږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون نن وويأ چې د ولسمشريزو ټاکنو د نوم ليکنې وروستۍ نيټه د مرغومې ۳۰ مه ده او دا نېټه به د بيا ځل له پاره ونه غځول شي.

تبصرې (4)

  • د هېواد ولسمشرۍ ته نوماند شوي نږدې ټول کسان داسې څېرې دي چې که دوی د دې هېواد د چارو واګي په لاس کې واخلي، بیا دې نو خدای پاک د دې جګړې ځپلي هېواد قسمت ته خیر پېښ کړي. دا ټول کسان د نیواک محصول دي او فکر نه کېږي چې د دې هېواد په درد وخوري.

  • كه گل ببو ته دوى درى رأى هم وركول شى بيا به هم خوشحاله وى او وايى به چى دا هم غنيمت دى د كفارو او منافقينو په صف كى خو يم ،د اارگاه او بارگاه مصرف خو مى حواله دى .
    گل ببو ! نه مى وى پيرزو په داسى منافقت او بى همتى، ته به خپل شهيد پلار او شهيد ورور ته سه جواب وايى چى هيس بى هم نه وه كرى مجاهد هم نه وه خو يوازى دا چى يو دى پلار او بل دى وروو و سره خلقى سرمعلم عبدالرحمن د كندز په امام صاحب كى پخپله توپنچه ووژل ، هغه سرمعلم خو به دى اوس حزبى ملگرى نوى ، په دى چى مجاهدين خو توله درنه ولارل اوس يوازى په منافقينو او كفارو زان چلوى .
    ولعذاب الآخرة اكبر

  • د ګلبدین حکمتیار له نوملیکنې د کورنیو جګړو د وینو بوی راځي،،، دا او اصلاویان یې په قوي احتمال همداسې یو مهال ته چاغ او ساتلي دی تر څو یې د تاریخي ممیز مقاومت د شاملې فتحې په درشل کې د هغوی پښو ته ور وغورځوي.

  • ګل ګلبدین اوسنی رژیم فاسد او غلام رژیم بولی،خپل ځان نه ګوری چ د داود خان رژیم لپاره یی توپک په اوږه کیښود،
    د دوادخان رژیم ړنګولو کی کمونیستانو برخه لرله،او د افغانستان ړنګولو کی ګل ګلبدین او ورسره نور مجاهدینو ښه غوښنه برخه درلوده،
    نو ملت کمونیستان او ګلبدینیان ،طالیبان، خلقیان ،ټول پیژنی او ټول یی تللی دی،چه څومره وزن په چا کی دی،
    فکر نه کوم چه ولس یو ته هم رایه ورکړی،خو دوی ځانونه نه پیژنی ،صندوقونه د کیږدی.پته به یی ولګیږی چه څومره رایه تر لاسه کوی.رایی صندوق دوی ته ایینه ده،خپل مخونه به پکی ووینی،
    طالیب د هم یو صندوق د خوند لپاره کیږدی چه څوک رایه ورکوی کنه؟خپل مخونه د په ایینه کی وګوری.