ننګرهار کې د ملي اردو او اربکيانو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ  کې د ملي اردو د عسکرو او اربکيانو ترمنځ نښته کې دوه اربکيان او يو دوکاندار وژل شوي دي.

ځايي خلک وايي، دا پېښې نن شنبه سهار مهال د ښېوې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی، هغه وايي، چې ياده نښته کې مرګ ژوبله هم پېښه شوې، خو په دې اړه يې د نورو جزياتو په اړه ناخبري ښودلې ده.

خو د سيمې يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، په دغه نښته کې دوه اربکيان ا و يو ځايي دوکاندار وژل شوی دی.

د ښېوې بازار يوه اوسېدونکي رسنیو ته ويلي، چې د ملي اردو عسکر له دوکانداره سره په څه خبره شخړې راغلې وه او ځايي اربکي د دوکاندار ملاتړ وکړ، چې له امله يې ياده پېښه رامنځته شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د