د طالبانو بريد کې ټپي شوی امريکايي عسکر مړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ټپي شوی امريکايي عسکر مړ شو.

د امريکا د دفاع وزارت وايي چې د کاميرون ايمېډوک په نامه دا عسکر د روانې ميلادي میاشتې په ۱۳ مه نېټه د بادغيس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ټپي شوی و چې اوس يې ساه ورکړه.

په خبر پاڼه کې راغلي چې ياد ۲۶ کلن عسکر چې د امريکايي عسکرو د دوهم کنډک مشر هم و له ټپې کېدو وروسته د تداوۍ له پاره د جرمني لانډسټل روغتون ته يوړل شو خو د سختو ژورو ټپونو له امله يې تيره ورځ هلته ساه ورکړه.

د روانې ميلادي مياشتې په ديارلسمه نېټه له دغو عملياتو وروسته د افغانستان امنيتي چارواکو ويلي وو چې له طالبانو څخه يې ۴۰ تنه بندي داعش وسله وال هم راخوشي کړي وو.

طالبانو هم افغان اسلامي اژانس ته ويلي وو چې په هغو عملياتو کې يې د داعش ډلې څلويښت تنه بنديان چې د بهرنيو هيوادونو غړي هم په کې وو له طالبانو څخه خلاص کړي او ګډو ځواکونو له ځان سره بېولي دي.

طالبانو تر دې وړاندې څو ځله ويلي دي چې حکومت او بهرني ځواکونو له داعش څخه ملاتړ کوي او ډېری وخت د طالبانو او داعش ترمنځ په جګړو کې د طالبانو جنګي ليکي بمباروي.