ولسمشريزې ټاکنې: د نوماندانو شمير لسو ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د افغانستان ولسمشريزيو ټاکنو ته د نوم ليکنې بهير سبا وروستۍ ورځ ده او تر اوسه په دې پروسه کې لس تنو نوماندانو د ولسمشريزو ټاکنو له پاره خپله نوماندي ثبت کړې ده.

نن له غرمې وروسته د حزب اسلامی مشر ګلبدين حکمتيار هم د ټاکنو خپلواک کمیسيون ته ورغی او هلته يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره خپله نوماندي ثبت کړه.

څو شيبې وړاندې د احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود هم د ټاکنو خپلواک کميسيون کې رسماً خپله نوماندي ثبت کړه او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شو چې په دې سره د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شمېر لسو ته ورسېد.

احمد ولي مسعود په دې ټاکنو کې فريده مومند د لومړي مرستيال او لطيف نظري د دوهم مرستيال په توګه اعلان کړي دي.

تر دې وړاندې نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا،  عنایت الله حفیظ، حکیم تورسن او ګلبدين حکمتيار د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۳ مه نېټه پيل شوی او دا بهير به د مرغومې میاشتې پر ۳۰ مه نېټه پای ته ورسېږي.

د ګډ حکومت د مشرانو محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله په اړه ويل کيږي چې دوی هم ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندۍ له پاره هڅه کوي خو تر اوسه يې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.