خلیلزاد څه ترلاسه کړل؟

نعمت میوند

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد چي سیمې ته مسلسل سفرونه کوي او لویه مطبو عاتی هنګامه یې راپورته کړي، ډیری سولې ته تږیو خلکو ته یې امیدونه ورپیداکړي خو متاسفانه چې دا امیدونه له توقع لوړ او تر ډیره حده د رسنیو د پیش قضاوتونو او بې اساسه تبلیغاتو زیږنده ده.

زلمی خلیلزاد په ځینو برخو کې بریالی شو لکه د پاکستان او هند ترمنځ د بې باورۍ او یو پر بل د تورونو او انتقادونو را تازه کول، د ایران پارول، د طالبانو او هغو دریو هیوادونو چې په خپل وخت کې یې د طالبانو امارت په رسمیت پیژندلی و تر منځ فاصله پیدا کول، د قطر هیواد سکونډل او د ځان لپاره ښه لوړ شهرت حاصلول.

خو خلیلزاد بیا په خپل اصلي ور سپارل شوې دنده کې هیڅ هم تر لاسه نه کړل حتی په وروستي سفر کې خو بیخي تش لاس او په خپل ګیم کي داسې ګیر شو چې په اسانۍ سره یې د مقابل لوري ګول وخوړ . خلیلزاد هڅه کوله چې طالبان تجرید کړي خو طالبانو چې کوم دریځ خپل کړ نو څو ګټې یې وکړې.

لومړی دا چې خلیلزاد کوښښ کاوه چی د روسیې تر کانفرانس وروسته د طالبانو په اړه د امریکا ضد هیوادونو لکه روسیه،چین،ایران او په دویمه درجه کې ترکیې، پاکستان او قطر ته داسي ذهنیت ورکړي چي طالبان له هغه بلاک سره نږدې دي کوم چې امریکا ته نږدې دي او په دې سره په امریکا ضد حلقو کي په طالبانو شکوک پیدا کړي. خو په دې بر خه کې د طالبانو وروستي دریځ ته په کتو نتیجه معکوسه او د خلیلزاد د فرضیې خلاف راووته او په طالبانو د یادو ملکونو باور نور هم زیات شو ځکه ورته ښکاره شوه چي دا خلک ثبات لري او د امریکا له چل ول سره پوه دي.

بله ګټه طالبانو دا وکړه چی خلیلزاد د قطر له ټاکل شوي مجلس نه د پرشا کېدلو نه هدف دا و چي یو خو د پاکستان په فشار خپلې غوښتنې په طالبانو ومني او بل نړیوالو او افغانانو ته ښکاره کړي چې طالبان د پاکستان خلک دی او پاکستان هرڅه پرې منلی شي، خو طالبانو چې په پاکستان کې له خلیلزاد سره لیدل رد کړل او په دې برخه کې یې لوی خطر ته هم اوږه ورکړه نو هم یې خپل استقلال ثابت کړ او هم یې د خلیلزاد دسیسه شنډه کړه او هم یې خلیلزاد ته وبریښوله چي هرڅه ستا په خوښه نشي کیدای، ته چې د قطر له غونډې په شا شوې اوس نو مهرباني وکړه له اسلام اباده هم تش لاس واشنګټن ته ستون شه او په ماموریت دي له سره غور وکړه.

یوه خبره د یادونې وړ ده چې امریکا او ځینې نور هیوادونه بار بار یوه سهوه تکراروي هغه دا چې طالبانو په تیرو څه باندې دوو لسیزو کې په ډیره لویه او بار بار قربانۍ سره په اثبات رسولې چې په خپل دریځ او پالیسۍ کې د چا فشار ته غاړه نه ږدي، خو مقابل لوری بیا هم دا ناشونې تمه نه ترې شکوي او بیا هم د فشار ناکام او تجربه شوی اپشن کاروي، چې په همدې کې تاوان هم کوي او وخت هم ضایع کوي،نو په کار ده چې دا ناکامه هڅه نوره تکرار نشي.

دا چې راتلونکې کې به څه وشي دا نو تر ډیره د طرفینو په صادقانه رامخته کېدو پورې اړه لري. د مذاکراتو غونډې په قطر، پاکستان، سعودي او هر ځای کې کېدای شي خو چې یو بل ته چل نه وي پکې اوس طالبانو ته هم په کار دي چې نه خو له پاکستان، اماراتو او سعودي سره زیاتې اړیکې خرابې کړي او نه هم په سیمه کې امریکا ضد بلاک مایوسه کړي او نه هم افغانانو ته د مایوسۍ فکر ورکړل شي.

همدارنګه امریکا ته په کار دي چې د سولې په میز دې د زور او چل خبرې نه کوي د زور میدان یې معلوم دی که زور کاروي بیا نو د مذاکراتو ضروت هم نشته او یو بل قدم هم باید د امریکا جمهور ريس پورته کړي چي یا دې خلیلزاد له خپلې پالیسي سره سم کړي یا دې پالیسي له خلیلزاد سره سمه کړي او یادې د خپلې پالیسۍ ممثل څوک وګوماري اوس د ټرمپ دریځ د پوځونو د وتو او د خلیلزاد هڅې یې د پاته کېدو غمازي کوي چي سر نه سره خوري، له یوه بل حقیقت نه هم سترګې نه شي پټیدلای چی د سولي په روان بهیر کي د رسنیو، څیړونکو او محللینو رول هم مهم دی چی باید په اړه یې په حقیقت ولاړ او رښتینی تصویر او فکر ولسونو ته وړاندې کړي، د سولې او مذاکراتو روانه تجربه په علمي ډول وارزوي، لیکنې ورباندې وکړي او دا چې په دې بهیر کې دواړه اړخونه څومره پرمختګ کولای شي او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو او یوه سالم نظام د رامنځته کیدو تر منزله دغه سخته لار څرنګه وهل کیدای شي باید په دې موضوع پرته له سیاسي او سلیقوي تأثراتو یوازې د حقائقو په رڼا کې بحثونه او لیکنې وکړي او د طرفینو د پارولو یا ځپلو په ځای سالم او رغنده کردار اداء کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

وایی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی. لیکونکی دا ښیی چی طالبان د پاکستان خلک ندی، چی ندی بیا نو ولی هلته مشته دی، کورونه یی هلته دی، نظامی تربیت، هدایات دا ټول ورته آی اس آی ورکوي. دوه مشران یی پاکستان کی ووژل شول دا د کویټی او پیښور شوراګانو کو څوک دی؟

حماد
میلمه
حماد

په خبرو کې پاکستان نقده ګټه وکړه ۹ میلیارده ډالر یې تر لاسه کړل، افغانان هم شک کوې چې ممکن دغه ګیم پاکستان د جیب ډکولو دپاره ### د نڅولو له لارې تر لاسه کړل.
امریکا په رشتیا هم د زور ډګر غلط کړی دې، تر څو جې ایچ کیو مببارد نشې په افغانستان کې امن نشته