د کورنيو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ګډ حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير امرالله صالح له نږدې يوې مياشتې دندې ترسره کولو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د کورنيو چارو  وزارت وياند نجيب دانش د ښاغلي صالح د استعفا پخلی کړی دی.

دولتي سرچينې وايي، چې صالح په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډ حکومت د اوسني مشر اشرف غني د لومړي مرستيال په توګه غوره شوی دی

سرچينې زياتوي، چې اشرف غني خپل ټاکنيز ټيم کې سرور دانش دوهم او  له اوږده ځنډ وروسته توانېدلی، چې امرالله صالح خپل لومړی مرستيال وټاکي.

د  يادونې وړ ده، چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې وخت سبا یکشنبه پوره کيږي او د راپورونو له مخې سبا يکشنبه به اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړي.

تر دې وړاندې عبداللطيف پدرام، حکيم تورسن، حنيف اتمر او ګلبدين حکمتيار په  شمول لس کانديدانو د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوم ليکنه کړې ده.

په دې کانديدانو کې داسې خلک هم شته، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکام شوي او ځينې نور يې تر اوسه د ولس په کچه پېژندګلوي هم نه لري.

د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې وه، ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي، خو امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خولې ويلي و، چې شونې ده ولسمشريزې ټاکنې تر نامعلومې مودې وځنډول شي.

هغه مهال ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکايي رسنيو دغه راپورونه په ټينګه رد کړي وو او د ولسمشريزو ټاکنو ځنډول يې له امکانه وتلي بللي وو، خو تېره مياشت د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړ او زياته کړې يې ده، چې ولسمشريزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

لكه د ناوكيانو بازى چى وى .
داسى شكارى چى مياشت مخكى اشرف غنى هم پدى نه و خبر چى سوك به ورته معاون وتاكل شى .
د چنگاش ٢٩ هم تر اوسه د ترمپ استازى خليلزاد نده تاءيد كرى .